د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې او تیرا کډوالو ته د ووټ اچولو اسانتیا




فرهاد شینواری

د خیبر ایجنسۍ الیکشن کمیشن وايي، د جګړه ځپلې ناکراره سیمې باړې او تیرا د (46) انتخاباتي حلقې د بې کوره شویو خلکو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې چې د می پر یولسمه نېټه په ټولټاکنو کې برخه واخلي.



د (46) انتخابي حلقې د ریټرنینګ افیسر د دفتر په وینا په دې حقله کې ټول ۲۶ امیدواران اهل ګرځول شوي دي، چې ځینې یې ځای نیونکې (کورینګ) امیدواران دي خو د مقابلې امیدواران په کې د دغه حلقې پخوانی (ایم این اې) حمیدا لله جان اپرېدۍ، پخوانی سنیټر ناصر خان، پخوانی (ایم این اې) محمد شاه اپرېدی، منصف خان، د عوامي نېشنل ګوند عمران اپرېدی،د جماعت اسلامي ګوند شاه فیصل اپرېدی،دجمعیت علما اسلام مولانا شمس الدین،د مسلم لیګ (ن) سهیل اپرېدی، د پاکستان پیپلز ګوند (پخوانۍ وزیر مملکت) ملک وارث اپرېدی او د پاکستان تحریک انصاف اقبال اپرېدی مخې ته راغلي دي،خو تر اوسه په کې ځینو سیاسی امیدوارانو ته د خپلو ګوندونو له خوا ټکټ نه دی ورکړل شوی.

په داسې حال کې چې د باړې او تیرا زیاتره خلک بې کوره شوي دي او امیدواران یې هم خپلو سیمو ته نه شي تللای نو د یادې حلقې امیدواران اوس په پېښور،د نوښار جلوزو کډوالو کیمپ،د کرمې دراني کډوالو کیمپ او د خیبر پښتونخوا په هغو ضلعو کې خپل کمپاین چلوي چې دغه بې کوره شوی خلک په کې میشت دي.

له دغې حلقې د قامی اسمبلۍ لپاره امیدوار عمران اپرېدی مشال ریډیو ته وایې چې(( دا اوس د دوی مجبوری د چې ووټران یې په کوم ځایې کې وی هلته به ورپسې ځی،او په پیښور اود کډوالو په کیمپونو کې به هم خپل کمپاین کوی،او داځل د خپل کمپاین په مهال د یو شمیر ستونځو سره مخ دی))

او د جمات اسلامی امیدوار شاه فیصل اپرېدی وایې چې(( دوی ته یې د قبیلو او ټبر نه انداذه لګوي چې دا خلک په کوم کوم ځای کې او چرته مېشت دي نو هلته هم ورځي او په پېښور کې یې خپلو دفترونو ته هم راغواړي،خو دا ورته ډیره ګرانه پرېوځي))


د تحریک انصاف ګوند امیدوار اقبال اپرېدی وایي، چې ((په جلوزو، رینګ روډ، پجګۍ او داسې یو شمیر نورو سیمو کې یې خپلې جلسې شورو کړې دي، او باید چارواکي یې ټولو پولینګ سټېشنونو ته سیکورټي ورکړي))

عمران اپریدي زیاته کړه چې(( پخوا به د انتخاباتو په مهال خلکو ډیرې خوشالۍ کولې، لویې لوېې جلسې به مو کولې خو اوس یې څوک نه شي کولای،او چې کوم بې کوره شوی خلک دي هغوی اوس د یو سېر اوړو په لټه کې دي او انتخابات ورته نه دي په ياد))

د خیبر ایجنسۍ د الیکشن کمیشن او پولیټیکل چاواکي وایي چې د (46) حلقې د باړې او تیرا نه بې کوره شوو خلکو له پاره به ټول (74) پولینګ سټېشنې جوړېږي، چې شپاړس به په کې په جلوزو کډوالو کېمپ کې، څلور د کرمې په دراني کډوالو کېمپ کې او دا باقی پاته به د باړې په هغو برخو کې جوړېږي چې امنیت یې ښه دی.

د خیبر ایډيشنل پولیټکل ایجنټ عطاالرحمان اورکزیې وایې چې(( د (46) حلقې ټولو پولینګ سټېشنو ته به سیکورټي ورکوو،او د خاصه دارو او لیویز په ګډون به ورته ملېشه هم ورلېږو))

د (46) حلقې امیدواران بې د باړې او تیرا بې کوره شوو خلکو ته د خپل کمپاین په مهال خوراکي توکي ورکوي، او له دوی سره په باړه او تیرا کې د پوځی عملیاتو ختمولو، باړه بازار خلاصولو، او د دوی ستنېدو وعدې یې وکړې.

د خیبر ایجنسۍ د الېکشن کمیشن د دفتر د شمیرو تر مخه دا ځل په (46) حلقه کې خوا وشا یو نیم لاک خلکو خپل ووټونونه رجسټر کړي دي، چې څه د پاسه یو لاک او دوه زره په کې سړي، او څه باندې اووه څلویښت زره او اته سوه په کې ښځې شاملې دي.
XS
SM
MD
LG