د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بهر مېشتو پاکستانیانو رای اچونه



له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (دي ايکسپريس ټريبيون) په خپله اداريه کې ليکلي، د پاکستان اليکشن کمېشن د دې هېواد سپريم کورټ ته ويلي چې په بهرنيو هېوادونو کې مېشت پاکستاني وګړي به وکولای شي په راتلونکيو عامو انتخاباتو کې خپلې رای وکاروي.


د پآکستاني اليکشن کمېشن په خبره، د دغسې کېدلو لپاره د دې هېواد د وګړو د راجسټر کولو ادارې يا نادرا تيارۍ نيولي دي. د انتخاباتي کميشن د شمېرو له مخې، په بهرنۍ نړۍ کې مېشتو پينځه څلوېښت لکو پاکستانيانو ته، چې يوه زياته برخه يې په خليجي هېوادونو کې ژوند کوي، د خپلو رايو اچولو حق ورکړل شي.

په اداريه کې راغلي، دا اول ځل دی چې له وطنه د باندې پاکستانيانو ته په انتخاباتو کې د برخې اخيستو موقع په لاس ورکول کيږي.

د ورځپاڼې په ليکنه، د پآکستان بېلا بېلو سياسي ګوندونو د دې هېواد له سپريم کورټ او اليکشن کميشن څخه غوښتي چې په بهرنۍ نړۍ کې د مېشتو پاکستانيانو په ټاکنيز عمل کې د شاملولو لپاره ټول ممکنه اقدامات وکړي.

په اداريه کې ليکل شوي، د نادرا لخوا د دغه هدف تر سره کولو په خاطر جوړ شوی نظام نوی دی، او و به کتل شي چې څومره په ښه توګه کارول کيږي.

په اداريه کې وړاندې ليکل شوي، که څه هم په بهرنيو هېوادونو کې مېشت پاکستانيان حق لري چې د خپلو رايو کارولو لپاره اسانتياوې ورته برابر کړل شي، خو هم د اداريې په وينا، د امريکا پشمول اکثره هېوادونو کې بيا د بهرنيو رايو غونډولو طريقه کار، په کې د کېدونکيو درغليو له امله تر نيوکو لاندې راغلی دی.

اداريه د پاکستان اليکشن کمېشن ته وړانديز کوي چې د دې هېواد د بهر مېشته وګړيو لپاره د رای اچونې نظام په ډېر دقت سره جوړ او تر جدي څار لاندې ونيسي.

د ورځپاڼې په ليکنه، که څه هم تمه لرل کيږي چې په بهر نړۍ کې مېشت پاکستانيان به د خپلو رايو اچولو له لارې د خپل هېواد په راتلونکيو انتخاباتو کې برخه واخلي، خو زياتوي چې سر له اوسه د دغه بهير په سمه توګه د تر سره کېدو په هکله يو څه ويل ګران کار دی.
XS
SM
MD
LG