د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر ډیورنډ کرښه پاکستانۍ دروازه نه پرېږدو"


د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي
د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي


د افغانستان دفاع وزارت وايي د هیواد په ختځ کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا د نوې دروازې د لګولو د مخنیوي لپاره به له هرې ممکنه لارې کار واخلي.


د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن(ګل ورځ) یوې خبري غونډې ته وویل، چې د پاکستان دا کار د دواړو هیوادونو تر منځ د شوې موافقې خلاف دی:

( موږ د دې دروازې د لګولو مخنیوي لپاره ټول انتخابونه په مخکې لرو. دا د نړیوال تړون او دوه اړخیزو اړیکو د ټولو اصولو خلاف کار دي)

په همدې حال کې راپورونه ښیي، چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په صفري سرحدي سیمه کې پاکستاني چارواکو یو دروازه لګولې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم تیره ورځ اړونده څانګو یا ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د پاکستان د سرحدي دروازې او نورو تنصیباتو یا تاسیساتو د لیرې کولو په برخه کې سنجیده ګام واخلي.

ننګرهار ګډ عملیات

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډو کومندو ځواکونو په عملیاتو کې لس تنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د امنیت امر محمد معصوم خان مشال راډيو ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا درې بجې افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات پیل کړل، چې په نتیجه کې یې د وسله والو طالبانو د یوه قومندان په ګډون لس تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند په دې عملیاتو کې د خپلو پینځو تنو ملګرو وژنه تایید کړې او په خبره يي،چې درې تنه ملکي وګړي هم وژل شوي.

د مجاهد په خبره د دوی په متقابلو ډزو کې شپږ تنه امنيتي کسان هم وژل شوي،خو چارواکي بیا دا ادعا نه مني.

اخوا اته وسله وال نن په کنړ کې د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

د کنړ والي فضل الله وحیدي وايي دې اته کسیزه ډلې په غازي آباد ولسوالۍ کې وسله وال فعالیت درلود.
XS
SM
MD
LG