د لاسرسي ځای

تازه خبر

میاافتخار:طالبان پارلیمان کې دخپلې خوښې کسان غواړي




دخیبر پښتونخوا د ا طلاعاتو پخوانی وزیر او د عوامي نیشنل پارټۍ یو مشر میا افتخار حسین وايي طالبان دوی ځکه په نخښه کوي، چې پاکستان کې ددوی ګوند دنورو ټولو ګوندونو په پرتله زیاته د طالبانو دکړنو مخالفت کوي.


میا اتخارحسین وايي طالبانو په خپله اقرار کړی چې دعوامي نیشنل پارټۍ کسان به نه پریږدي، همدارنګه یې د پیپلز پارټۍ او دایم کیو ایم نومونه هم اخیستي دي. میا افتخار وايي دوی د عدم تشدد د فلسفې پلویان دي، دوی په یو طفه ډول د طالبانو له خوا په نخښه کیږي.

نوموړی وايي د پښتونخوا صوبه ډیره د ترهګرۍ ښکار ده او دوی نیغ په نیغه د طالبانو له خوا په نخښه دي.

د مشال راډیو ددې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان ولې د عوامي نیشنل پارټۍ کسان ډیر په نخښه کوي او ددې نه یې اهداف څه دي، نو نوموړي وویل :

(( موږ د دهشت ګردو بلکل خلاف یو ،لبرل قوت یو ، هغوی موږ د الیکشن د کمپاین وښکل غواړي، دهغوی ارمان پوره نه شو چې انتخابات ملتوي شي نو اوس غواړي چې
دهغوی د خوښې پارټیانې پارلیمنټ ته راشي او داسې قانون سازي وکړي چې ګټه به یې طالبانو ته وي. ))

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخوانی وزیر وايي دپاکستان د انتخاباتو کمیشن تر اوڅه دوی ته د هغه خط ځواب نه دی لیکلی په کوم کې چې افراسیاب خټک ترې غوښتنه کړې وه چې د مئ دانتخاباتو پرمهال دې ددوی امیدوارانو ته تحفظ ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG