د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د سيکانو د ويساک ميله



په جلال اباد کې د سيک مذهب ۳۱۵ مه کليزه چې د ويساک ميله هم ورته وايي، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. چې پر سيکانو سربيره په کې دولتي چارواکو او د ښار ګڼ شمير اوسيدونکو هم برخه اخيستې وه.


د ويساک ميله چې داپريل په ۱۱مه نيټه پيل شوې،تر ۱۳ مې نيټې پورې به روانه وي.
د ويساک د جشن د ۳۱۵ کليزي د لمانځلو په اړه د جلال اباد ښار د مرکزي درمسال وياند ډاکټر هرميت سينګ مشال راډيو ته وويل:

( زموږ د ويساک اختر درې ورځې وي، اوله ورځ موږ د سرخرود ولسوالۍ سلطان پور بڼ کې لمانځو. دويمه ورځ حکومتي ادارو او د جلال اباد شريف خلک درمسال ته راځي او موږ سيکانو ورونو ته د زړه له کومې مبارکي راکوي. دريمه ورځ چې د شنبې ورځ يې اخيرې ده چې هغه درمسال کې دننه لمانځل کيږي . موږ خپل مذهبي کتاب ګرنت صيب په سر اخلو له درمسال نه ووځو، شاو خوا ترينه ګرځو او بيرته درمسال ته ننوځو، هغې نه کلام اوريدل کيږي، ختم کيږي او داسې دا ويساک د الله ج له برکته پای ته رسيږي.)

د افغانستان په مشرانو جرګه کې د هندو مذهب سره تعلق لرونکي غړې انارکلي هنريار هم د ويساک په جشن کې د ګډون لپاره له کابل څخه راغلې وه. نوموړې خوشحالي څرګنده کړه چې د مسلمانانو په ملتيا د سيکانو مذهبي اختر کې د لمانځلو وياړ ور په برخه شوی دی.


( خوشحاله يم چې بيا هم جلال اباد ته راځم او د سيکانو د پيدايښت ورځ، د سيکانو مذهبي ورځ ويساک جنش کې ګډون کوم. موږ ټول افغانان يو او په مذهبي چارو کې ټول يو بل ته احترام لرو. نو دا چې افغانان يو موږ ټول بايد د يو بل په غم او خوښۍ کې ګډون وکړو.)

د ويساک په دې ميله کې پر لويانو سربيره د سيک مذهب سره تعلق لرونکو ماشومانو هم په ډير شوق سره ګډون کړی و. يوه ماشومه نجلۍ خپل احساسات راسره دا رنګه شريکوي.
( نوم مې اجميت کور دی، زه پنځم ټولګي کې سبق وايم. د ويساک خوشحالي لمانځو، موږ ته امنيت نيولی شوی دی او ډير خوشحاله يو.)

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال چې د سيکانو په مذهبي جشن کې يې ګډون کړی و خوشحاله و چې د سيکانو مذهبي مراسم د سولې په فضا کې تر سره کيږي.


( د ننګرهار سيکانو هموطنانو ته د ويساک د ۳۱۵ مې کليزې مبارکي وايمه د دوی دا مذهبي جشنواره چې په ننګرهار کې نمانځل کيږي،موږ ته د ډيرې خوشحالۍ خبره ده. موږ کوشش کوو چې د دوی دا ويساک د دوی له ذوق سره سم ونمانځل شي. د دوی د امنيت او نورو مسايلو کې موږ پوره همکاري کوو. زه ګورم چې مراسيم يې ډير ښه روان دي.پرون يې په سلطانپور کې ونمانځل چې په ښه شان سره تر سره شول.)

د ويساک په دې ميله کې که يو لورته د موسيقي سره مذهبي سندرې ويل کيدې، نو بل لورته په کې ځوانانو نڅاګانې او ډانګچې هم وهلې.

د يادولو ده چې څه د پاسه درې ليسزې وړاندې د ويساک ميله د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې لګيدله چې اته شپې او ورځې به يې دوام کولو چې پر ننګرهار سربيره به ورته له کابل او نورو ولايتونو څخه په زرګونه نر او ښځې سيکان راتلل او په وروستۍ ورځ به يې د جلال اباد ښار کې د ډول او سرني سره د ډانګچو په وهلو ورځ تيروله.


خو اوس چې په جلال اباد ښار کې يوازې څلور سوه تنه سيکان ژوند کوي، نو د ويساک د ميلې نمانځل درې ورځو پورې محدود شوي. په لومړۍ ورځ د سلطان پور چينو ته ورځي، په دويمه ورځ د ننګرهار يو شمير چارواکي او د ښار اوسيدونکي په ميلمستيا وربلي او په دريمه ورځ د ګرو نانک کتاب ګرنت په خپلو سرونو د تبرک له پاره اخلي، له درمسال نه يې ګرد چاپيره ګرځوي او خپل مذهبي رسم تر سره کوي.
XS
SM
MD
LG