د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د طالبانو۴ قوماندانان نیول شوي



د کراچۍ پولیس وایي د جمعې په ورځ یې د ښار له منګوپیر سېمې څخه د وسله والو طالبانو ځایي مشر او د هغه درې نور ملګري نیولي دي.


د کراچۍ د سي ایي ډي پولیسو ایس پي چودري اسلم د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې نیول شویو کسانو کې یو تن اسلم محسود نومیږي او هغه په کراچۍ کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د عسکري څانګې مشر و.

نوموړي زیاته کړه نیول شوی تن د کراچۍ په عباس ټاون کې د ترسره شوې بمي چاودنې چل جوړونکي دی او په کراچۍ کې ېي د سي اي ډي په مرکز او د امریکي په قونصلګرۍ یې د حملې منصوبه جوړه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دی وروستېو کې د کراچۍ د ننه د وسلوالو طالبانو د فعاله کېدو خبرونه راغلي دي او درنګ سياسي ګوندونو ته يې خبرداری هم ورکړی دی ، د زيارت په ورځ هم کراچۍ کې د يو سياسي ګوند غړی وژل شوی وو چې پړه یې تحريک طالبان پاکستان منلې و.
XS
SM
MD
LG