د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټولټاکنې او بهر ملکونو کې مېشت پاکستانيان


رياض موسه خېل

د زيارت په ورځ د سپريم کورټ درې تني جرګګۍ چې مشري ئې چيف جسټس افتخار محمد چوهدري کوله بهر ملکونو کې مېشت پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو د کېس اورېدنه وکړه.


د اورېدنې په وخت د الېکشن کمشن ډي جي شېرافګن وينا وه چې دغه لړ کې د ټولو متعلقه ادارو يوه شريکه غونډه شوېده چې په کې بعضې تجويزونه مخې ته راغلي دي.
د ده په خبره بهر ملک کې مېشت پاکستانيانو له پاره به ضروري وي چې د ووټ اچولو په وخت اوورسيز شناختي کارډ او نوي کمپيوټرائزډ پاسپورټ ولري.

ده زياته کړه چې دا وخت سعودي عرب او دغه رنګ نورو خليجي ملکونو کې خواوشا ن۲۹ لاکه پاکستانيان اوسېږي خو دې کې د اکثرو پاسپورټونه د کفيلانو سره دي او دغه رنګ به د دوي له پاره ګرانه وي چې ووټ واچوي.

ښاغلي شېر افګن وویل ل چې بهر ملکونو کې مېشت پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو دپاره به په کمپيوټرو او نورې مشېنرۍ اخستو او هلته د عملې په لېږلو پيسه او وخت لګي او د دې سره سره به نور وخت د دې کسانو په روزنه هم لګي.

د دې په ځواب کې دچيف جسټس وينا وه چې دا هغه خلق دي چې د ملک په معيشت کې لويه برخه لري او که ټولو متعلقه ادارو د زړه د اخلاصه کار اوکړو نو هېڅ ګرانه نه ده چې هغوي هم ټولټاکنو کې د خپلې خوښې کانديد ته ووټ واچوي.

وروستو عدالت مقدمه وځنډوله او الېکشن کمشن ته یې حکم ورکړو چې لسو ورځو کې دننه دې دغه لړ کې د قانون سازۍ رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.

بهر ملکونو کې مېشت پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو په اړه مشال رېډيو سره خبرو کې د الېکشن کمشن د مطبوعاتو د څانګې يو چارواکي خورشيد عالم وویل چې دوی غواړي زيات نه زيات خلک ووټونو کې برخه واخلي او دغه لړ کې دوي کوشش کوي چې ټول خنډان لرې کړي.

دده په خبره دې کې تر ټولو لوے خنډ قانون سازي ده.

بهر ملکونو کې مېشت پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو لړ کې د قانون سازۍ په اړه چې مشال رېډيو د قانوني چارو د کارپوه او د سپريم کورټ بار پخواني صدر قاضي انور نه تپوس اوکړو نو ده وویل چې د نور کله په نسبت اوس دا کار ډېر آسان دې ځکه چې پارليمان وجود نه لري او الېکشن کمشن کولې شي د وزيراعظم په لاس اولسمشر ته يوه سمري اولېږي او دغه رنګ به د آئين او قانون ترمخه تر څلورو مياشتو دا قانون لاګو شي او بيا چې کله نوې پارليمان راشي هغه دې دې لړ کې مستقل قانو ن سازي وکړي.

د ذکر وړ ده چې بهر ملکونو کې مېشت پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو او د هغوي د تصديق او آسانۍ دپاره نادرا د سپريم کورټ په حکم يو سافټ وئېر هم تيار کړېدې.
XS
SM
MD
LG