د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په کنړ کې ملی اردو ته مرګ ژوبله

د افغانستان د دفاع وزارت په حواله وایي، چې نن د کنړ په سرحدي ولسوالۍ ناړۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته د وسله والوطالبانو په حمله کې دیارلس عسکر وژل شوي .


د دې وزارت ویاند مشال راډیو ته وویل ، چې پیښه نن د جمعې ورځې سهار وختي شوې ده خو د تلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي .



افغان چارواکو اېسوشیېټېډ خبري اژانس ته ویلي چې پر ولسوالۍ په درنو وسلو بار تر سلو زیاتو وسله والو برید کړی دی. د ناړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان ویلي، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو د عسکرو پوسته سوځولې او هغوی تښتیدلي دي.

دغه ولسوالۍ له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه برته سیمه ده.

د طالبانو یوه ویاند پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دا برید د دوی وسله والو ترسره کړی دی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG