د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د شفافو ټاکنو په بدل کې امنیت ساتو“


نجیب الله الوخیل

د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو یو شمیر مشرانو په یوه غونده کې له افغان حکومته غوښتنه وکړه ،چې د شفافو اوعادلانه ټاکنو لپاره شرایط برابر کړي،دوی ویل که چېرې افغان حکومت په صادقانه ډول د راتلونکیو ټاکنو د شفافیت په اړه ولسونه قانع کړي نو د خپلو قومي جوړښتونو او دو دیزو رواجونو له لارې به له حکومت سره د امنیت په خوندیتوب کې مرسته وکړي.


قومي مشرانو د ځنو خلکو هغه اندیښتنې بې ځایه وبللې ،چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان یو ځل بیا له سیاسي او امنیتي بحران سره مخامخ شي.

په غونډه کې د افغانستان د قومونو پیوستون شورا رئیس غازي نواز تڼي وویل ،چې خلک د ناامنیو او جګړو له تیرو ترخو تجربو ډېر څه زدکړي دي او د عدالت او شفافیت له پاره قربانیو ته تیارۍ لري.

د ده په وینا راتلونکېو ټولټاکنو کې د ناامنیو په پرتله د فساد او درغلیو ډېره ویره موجوده ده.

“په خپله خلک افغانستان جوړولای شي، له تېرو ترخو تجربو څخه په استفادې خلکو په ډېر څه پوۍ شوی دي ،د وطن د امنیت له پاره ،د عدالت د شفافیت قومونه اماده دي او زموږ جلسې به جدا ،جدا دوام لري ،چې داسې پیاوړی افغانستان شموله یو قومي لښکر جوړ کړو ،چې د راتلونکې ۲۰۱۴ کال له پاره د افغانانو اندیښنې او تشویشونه ختم کړي افغانستان به انشاالله دنجات په طرف ځي ،دلته خو طبعي خبره ده ،چې امنیتي اندیښنې به موجودې وې او نیمګړتیاوې به موجودې وي ،خو ناامنۍ دومره تاثیر نه کوي لکه څومره ،چې فساد او درغلیو د انتخاباتو په بهیر تاثیر کړی دی”

د حیدر خیلو قومي مشر حاجي غفور وویل، چې په راتلونکیو ټولټاکنو کې باید له لاسوهنې ډډه وشي ځکه د اکار د خلکو او نظام پروړاندې ستونزې جوړوي، ده وویل خلک به خامخا ټاکنې کوي:

“موږ باید ډېر قوي عزم ولرو چې څو په راتلونکو ټولټاکنو کې داسې مشران وټاکو ،چې هغه په اینده کې خلکو او ولسونو ته د خدمت جوګه وګرځي دا انتخابات باید په راتلونکې کې ډېر شفاف وي او سپاوي ،لاسوهنه په کې ونه شي ،چې په راتلونکې کې د خلکو له پاره مشکل جوړ کړي، موږ قومونه دا ډاډ ورکوو ،چې د سرونو په بیه يې دفاع وکړو او دا انتخابات به موږ کوو او له دې انتخاباتو به موږ دفاع کوو ،زموږ ځوانان او سپین ږیري ټول به دې بهیر ته دریږو”

د یادونې وړ ده دخوست یو شمیر قومي مشران داسې مهال د راتلونکیو ټاکنو د شفافیت په اړه خپلې اندیښنې په ډاګه کوي ،چې ولسمشر حامد کرزي د تېرې سه شنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د ۲۰۱۴ کال د ولسمشر انتخابات ډېر مهم دي او ټاکنې باید په ازاده او شفافه توګه تر سره شي.
XS
SM
MD
LG