د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې وسله وال فعالیتونه زیات شوي



شاه محمود شینواری

جلال اباد :- د نورستان قومي مشران وايي،چې له تیرو پینځو کلونو راهیسې د دوی په ولایت کې امنيتي پيښې ورځ تر بلې زیاتیږي،خو مرکزي دولت ورته هیڅ پاملرنه نه کوي. دغه څرګندونې یو شمېر قومي مشرانو په هغه غونډه کې وکړې، چې د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د قبایلو ریاست د غونډې په تالار کې د نورستان د امنيتي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه.


د نورستان قومي مشر عبدالوهاب وايي،چې له تیرو شپږو کلونو راهیسې د نورستان برګمټال ولسوالۍ لارې د ناامنۍ له امله بندې دي او هغه کسان،چې په دولت کې وظیفه ولري نشي کولی،چې په دې لارو تګ راتګ وکړي.

« یوازې لوړ پوړې دولتي چارواکي د الوتکو له لارې ولسوالۍ او نورو سیمو ته تګ راتګ کوي او پاتې نور کسان په کلونو کلونو هملته پاتې وي او د امنيتي ویرې له امله نشي کولی چیرې ولاړ شي»

نوموړی وايي،چې همدغه امنيتي ستونزې دي،چې په نورستان کې يي د معرف وړانګې تتې کړي دي او په یو شمېر سیمو کې د امنيتي ویرو له امله ښوونځي فعاله نه دي.
د کامدیش ولسوالۍ اوسیدونکی مولوی عبدالحنان ازادۍ راډیو ته وویل، درې کاله وشو، چې د نورستان کامدیش ولسوالۍ سقوط کړی ولې دولت يي غم نه خوري:

« دا درې کاله وشو،چې کامدیش ولسوالۍ سقوط کړی وسله وال په کې په ښکاره ګرځي خو مرکزي دولت يي تر اوسه غم ونه خوړهمداسې واخله نورې ډيرې سیمې دي، چې هلته وسله وال فعالیتونه کوي»

دغه قومي مشران له مرکزي دولته غواړي، چې د نورستان امنيتي، روغتیايي او پوهنې برخې ته په جدي توګه خپله پاملرنه زیاته کړي.

رحمت الله راشدي په قومي چارو کې د ولسمشر مشاور وزیر هم دا مني،چې نورستان ولایت ته دولت پوره توجه نه ده کړې.

نوموړی وايي،چې دغه غونډه يي هم په همدې موخه راغوښتې،چې د نورستان پر امنيتي ستونزو وغږیږي او د حل لارې چارې له مرکزي دولت سره شریکې کړي:

«موږ ددغو قومي مشرانو سره غږیږو،مشورې ورسره کوو او بیا وروسته د دوی دا ټول وړاندیزونه به موږ مرکزي دولت سره شریک کړو،تر څو د نورستان د امنيتي ستونزو د حل په برخه کې دولت اقدام وکړي»

نورستان دافغانستان هغه غرنۍ او سرحدي ولایت دی،چې د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه په اړه ترې رپوټونه خپریږي.

دنورستان داوسیدونکو په خبره،په دې ولایت کې د ناامنۍ ستر لامل په سرحدي سیمو باندې د وسله والو په ښکاره تګ راتګ دی.

د کتوونکو په خبره که چېرې افغان دولت په سرحدي سیمو کې پوستې فعاله کړي او د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیول شي،نو وروسره به روانې امنیتي ستونزې هم آوارې شي.
XS
SM
MD
LG