د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې دولت موټر سايکل او طالبانو موټر بند کړي



سيدشاه سقيم

د زابل اوسېدونکي وايي، موده کېږي چې په دغه ولايت کې دولت او طالبان يو بل ته زور سره پېمانه کوي، خو تر منځ يې د دوی ژوند ور تريخ کړی دی.


دوی وايي، څه موده وړاندې امنيتي چارواکيو په زابل کې د موټر سايکلو په تګ راتګ بنديز ولګاوو او بهانه يې دا وه، چې په موټر سايکلو طالبان ګرځي. خو وايي، طالبانو بيا د موټرو تګ راتګ بند کړی دی او وايي، په موټرو کې دولتي چارواکي ګرځي.

د دولت له لوري د موټر سايکلو په تګ راتګ بنديز ځينې کليوال او د ولايت په مرکز کې هغه دوکانداران خواشيني کړي، چې موټر سايکلونه خرڅوي، خو د طالبانو له لوري بيا د موټرو په ګرځېدو بنديز د ولسواليو هغه اوسېدونکي له ژونده بېزاره کړي، چې ناروغان تر ښاره په ټراکټورونو کې وړي.

تر زابل تېرېدونکي د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي وايي، وسله وال طالبان يې په ځينو ولسواليو کې د موټرو ټايرونه وولي، يا پر دوی ډزې کوي.

دوی وايي، دولت او طالبان دې داسې زور سره و ازمايي چې تر منځ يې دوی ته تاوان نه ورسېږي.

"که طالب وي هم، پر دا سر سر مو وهي، که دولت وي هم ځوروي مو، بايد د لارې امنيت ښه سم ټينګ وي او موږ ته ازار نه وي، موږ به بېغمه زړه پرې ولاړ شو راشو، هغه امانت چې مو بار کړی وي، ځای ته به يې ورسوو. "

"دولت موټر سايکلونه بند کړي دي، دا نو اوس څنګه شوه، موږ ته يې نماينده ګۍ ته زنګ راوهلی وو، چې موټر مو را ونه باسئ. موږ څه وکړو، موږ خو مسافر راوړو او دوی زموږ ټايرونه را وولي، دولت دې موټر سايکل ايله کړي، او طالبان دې موږ نه وولي. "

د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي هم مني چې د دوی د پرېکړې او د طالبانو د غبرګون له امله د خلکو ژوند سخت شوی دی، خو وايي، په موټر سايکلو بنديز يې د امنيتي ستونزو او د ناامنيو د پېښو د ختمولو په موخه لګولی دی.

فراهي وايي، هڅه به وکړي، چې په يوه توګه د موټرو پر تګ راتګ د طالبانو د بنديز مخه ونيسي.

"دا دوه درې ورځې مخکې هم طالبانو په لويو لارو د تلونکو موټرونو شرکتونو ته خبر ورکړی وو، هغوی هم له طالبانو سره په خبرو دې، مونږ هم په خپلو سيمو کې امنيت نيولی دی، د موټر سايکلونو په تګ را تګ تر بنديز وروسته امنيت ډېر ښه شوی دی، هغه کسان چې معيوب دي، يا سپين ږيري دي، د هغوی لپاره مو په موټر سايکل په ګرځېدو بنديز نه دی لګولی. "

تر اوسه پورې لا د طالبانو وياند نه ده منلې، چې ملګرو يې د موټرو په تګ راتګ بنديز لګولی دی.

دولت په زابل کې وروسته له هغه د موټر سايکلو په چلولو بنديز ولګاوو چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې موټر سايکل سپرو وسله والو پرلپسې پر څو تنو وسله وال بريدونه وکړل.


په زابل کې پراخ چاڼيز عمليات پيل شوی


د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې يې د طالب وسله والو د نيولو او وژلو په موخه پراخ چاڼيز عمليات پيل کړي دي او تر هغه وخته پورې به دوام ورکړي، تر څو پورې چې يې سيمه له طالبانو نه وي پاکه کړې.

دوی وايي، دغه هوايي او ځمکني عمليات چې افغان ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت او سيمه ييز پوليس يې په ګډه کوي، له تېرو څو ورځو راهيسې پيل شوي او تر اوسه پکې لس تنه طالبان ژوندي نيول شوي دي.

د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، له نيول شويو کسانو سره يې درنې وسلې، چاودېدونکي توکي او زرګونه مرمۍ هم نيولې دي.

دی وايي، په دې سربېره په دغو عملياتو کې يو طالب وسله وال وژل شوی هم دی.

"دغه عمليات د زميني او هوايي قواوو له خوا تر سره کېږي. چې زموږ واکونيش ټولۍ د هوا له لارې، او نور جزوتامونه مو د ځمکې له لارې په ګډه هماهنګي دغه عمليات تر سره کوي، تر اوسه موږ لس تنه طالبان ژوندي نيولي دي، څلور ميله کلاشنکوف، دوه ميله راکټ انداز، دوه ميله پيکاوې او په زرهاوو فايره د کلاشنکوف، دهشکې، زيکويک، راکټ انداز او هشتاد و دو مرمۍ مو هم تر لاسه کړې دي. "

مل پاسوال روغ لېونی وايي، د عملياتو پر مهال تر اوسه پورې له طالبانو سره په نښته او د ماين په يوه چاودنه کې دوه تنه افغان پوليس هم ژوبل شوي دي، خو وايي، د هغوی روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

تر اوسه لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په زابل کې دغه عمليات وروسته له هغه پيل شول، چې د تېرې شنبې په ورځ په دغه ولايت کې د يو ځانمرګي بريد له امله يو افغان او پنځه تنه بهرنيان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG