د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلوزو کډوال غله غواړي



رابعه اکرم

اسلام آباد:- د نوښار جلوزو کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې دوی ته دې ژرترژره د غلې (راشن) ورکولو بنده شوې لړۍ بیرته پیل کړل شي. تيره مياشت په دغه کېمپ کې له چاودنې وروسته د امنیتي اندېښنو له کبله ورته د خوراکي توکيو وېښ ځندول شوی وو.


په دې اړه خېبر اېجنسۍ سره تعلق لرونکې يو ښځه وايي چې خاوند يې محنت مزدوري نه شي کولی ، معذوره دی نو چې ورته غله یا راشن ورنه کړل شي څه به خوري.

” اوړه ، غوړي دال نشته ، هغه دال به يې راکړو، پوخ به مې کړو نو هغه هم اوس نشته. بل د سړو مزدوري نشته، د ميدان خلک راغلي دي ، څه ۲۸ کسان زموږ کره خپل او پردې راغلي دي او په موږ ډېره دي. په پورونو مو ګزاره ده، د خدای اسره مو ده د بنده له اړخه څه اسره نشته دې . حکومت کرۍ ورځ لیکل وکړي چې دغه څيز به درته درکړل شي او هغه بس مخکې اسلام اباد ته راپور يوسي خو موږ ته هيڅ نه دې راکړل شوي او نه راغلي دي“

د خېبر اېجنسۍ یو بل تن ملا خيل مشال راډيو ته وويل چې کډوالو دومره مزدوري نه شته څومره چې يې لګښت زيات دی نو د راشن د نشتوالې له وجې کډوال قرض داره شوي دي.

” د تيرا خلک راغلي دي، د هغوی کډې هم راباندې پرتې دي ، د پنځويشت او شل شل کسانو ذمه واریانې دي راباندې ، خوراکي توکې بند دي ، نه يې راکوي، په دغه مهاجر بازار کې دکانونه دي چې د هغې هر کډوال لس لس او اته اته زره قرص دار دي نو بس دغه تکليف راته جوړ دې“

قندهار ګل وايي چې هره ورځ د انتظاميې لخوا ورته تمه ورکول کيږي چې راشن به نن يا سبا راشي نو هم پدغه تمه يې نن سبا تيريږي.
کله چې مشال راډيو په دې باب د خېبر پښتونخوا د افتونو د نظم صوبايې ادارې (پي ډي ايم اې) نه وپوښتل نو هغه وويل چې:

”د دې مياشتې د خوراکي توکيو وېښ چې کوم ترتيب دی نو هغه به د دې مياشتې له ديارلسمې نيټې شروع کيږي چې ورته انتظامات هم شوي دي ، او ورسره ورسره کوم چې د سيکيورټي مسلې وې، د خلکو حفاظت يقيني جوړول وو نو د دې لپاره هم ګامونه پورته کړل شوي دي . او زموږ کوښښ دی چې دوی ته هر قسمه اسانتياوې او کمک په ښه او حفاظت سره ورکړو“

د سږ کال د مارچ په يويشتمه نېټه جلوزو کډوال کيمپ کې هغه وخت چاؤدنه شوې وه کله چې کډوالو کې راشن تقسيميدو چې د هغې ورستو د سيکيورټي له وجې د خوراکي توکيو ويش بند کړل شو.
XS
SM
MD
LG