د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زابل ۲۵۰ مېرمنې درزیانې شوې


سيدشاه سقيم

د افغانستان په زابل کې د ښځو چارو رياست وايي، په تېرو څو مياشتو کې يې په دغه ولايت کې دوه سوه پنځوس تنو ښځو ته خياطي ور زده کړې او له دغه کورس څخه يې د فراغت سندونه هم ورکړي دي.


دوی وايي، د خياطي په کورس کې يې هغه مېرمنې شاملې کړې چې يا يې په جګړو او چاودنو کې خاوندان وژل شوي او يا د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه وي.

د زابل د ښځو چارو رئيسه صديقه جلالي وايي، دغه مېرمنې اوس کولای شي په يوازې سر پرته له دې چې چاته لاس ونيسي د جامو په جوړولو خپلې کورنۍ وساتي.

دا وايي، هڅه کوي، چې اړو ښځو ته نور کارونه هم ورزده کړي.

له کورس څخه فارغو شويو ښځو ته د فراغت سندونه، يو ماشين، اوتو او ګازو يوه ډبه هم ورکول شوي دي.

"موږ دوه سوه پنځوس ښځې فارغې کړې. له موږ سره د ښځو لپاره د دريو پروژو همکاري والي صاحب کړې ده، دغه يو ماشين به ډېر قيمت ونه لري، خو دغو ښځو ته ډېر ارزښت لري، که دوی ښه زده کړه وکړي اوکالي ګنډل زده کړي، د دوی په اقتصاد کې به ښه اغېزه کړي. ځکه که چېرې د دوی د ورځې يوه جوړه جامې هم جوړې کړای شي، جوړه په دوه سوه افغانۍ ده، شپږ زره افغانۍ د مياشتې کېږي"

په زابل کې د ښځو چارو د رياست په اساس دا مهال په دغه ولايت کې سلګونه داسې مېرمنې شته چې د اولادونو ساتنه او د کور چلول يوازې د دوی په غاړه دي.
د دغو ښځو زياته برخه هغه کونډې دي چې خاوندان يې په جګړو، چاودنو او د ناامنيو په نورو پېښو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG