د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان غیرحاضر ډاکټران تنخا اخلي کار نه کوي


نیازموساخېل

کوټه:- په بلوچستان کې د صحت محکمه وایي، څه باندې ۱۴ ډاکټران یې په نورو هېوادونو کې له کار کولو سره سره دلته په صوبه کې هم سرکاري ملازمت لري او هره میاشت له سرکاره تنخواګانې وړي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې د صحت محمکې چارواکی دا هم وايي، چې د دوی د پلټنو له مخې څه باندې ۱۵۰ ډاکټران د ملازمت هیڅ ریکارډ نه لري، خو بیا هم باقاعده تنخواګانې ترلاسه کوي.

د بلوچستان صحت محکمې سیکرټر،نصیب الله بازیي ووېل چې له پلټنو وروسته ځینې داسې ډاکټران په ګوته شوي چې تنخوا له صوبايي حکومته اخلي،خو مېشت په بهرنيو هېوادونو کې دي.

داسې شاوخو ۲۵ ډاکټران ما معلوم کړل او د هغو په خلاف مې قانوني نوټس ویوست. له هغه وروسته ۱۱ ډاکټران راغلل او خپل ځان یې حاضر کړ. دغه ۱۱ډاکټران سره په بهرني هېوادونو کې مېشت وو او ۱۴ ډاکټران لا هم داسې دي،چې د نوټس په ځواب کې حاضر شوي نه دي او د دغو په اړه هم اندازه دا ده چې دوی هم بهرنو هېوادونو کې ژوند او کار کوي"

نصیب الله بازیي زیاته کړه، یو شمېر داسې ډاکټران هم معلوم شوي دي چې تنخواګیانې باقاعده توګه اخلي،خو په سرکاري اسنادو کې هیڅ قانوني موجودیت نه لري.

"تر ۱۰۰ او یا ۱۵۰ پوري داسي ډاکټران هم شته،کوم چې له موږ سره هیڅ ریکارډ نه لري. زه په پسې یم او هڅه کوم چې دوی معلوم شي، دوی څوک او چرته دي؟ د هر سرکاري ملازم او په خاصه توګه د ډاکټرانو په شان لوړ رتبه کارکوونکیو یو شخصي ریکارډ وي،خو له بده مرغه د دغو یادو ۱۵۰ ډاکټرانو هیڅ قیسمه شخصي فاېل او ریکارډ له موږ سره نه موندل کېږي او د دوی په اړه هم امکان دا دی چې دلته هلته ورک دي. موږ د دوی په خلاف هم یو نوټس جاري کوو چې کار ته دې حاضر شي او خپل ځان دې په موږ و پېږنوي. که دوی داسې نه کوي نو بیا به دا ګمان یقیني شي چې دوی له سره هیڅ قانوني موجودیت نه لري"

د بلوچستان صحت محکمې سیکرټر زیاته کړه، دوي به کله هم ېاده وضع پر حال نه پرېږدي او په دغه لړ کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

"قانون ډېر څرګند دی.ګام په دغه اړه باېد چې مخکې هم اخیستل شوی وای،خو له بده مرغه کېدای شي د چا پام دې ته نه وي اوښتی. په سرکار کې،قانون کې د دې هیڅ ځای نشته چې څوک دي د سرکار مُلازم وي، بیا دې ډاکټر وي او په سر دي یې دومره لویه ذمه واري پرته وي، هغه دې تنخوا دلته اخلي او کار دې په بهر هېوادونو کې کوي. د سرکار ملازم یوه ورځ هم د سرکار د رضا او اجازت نه پرته خپله دنده نه شي پرېږدی. نو په دغه اړه کارروایي روانه ده اوهیله ده چې تر یوې میاشتې به پایلې ووینی "

د بلوچستان صحت محکمې سیکرېټري په خبره، دوی به په دغه اړه یوه اوږدمهاله تګلاره جوړوي ، چې راتلونکي کې ېاده محکمه له دغه ډول کړنو پاکه وساتي.
XS
SM
MD
LG