د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني قبایلي سیمو ته ګرځنده هسپتالونه ورکړل


غلام غوث

پېښور:د خيبر پښتونخوا ګورنر انجينيئر شوكت الله د نهې پر ورځ د جرمني حكومت په مالي مرسته جوړ شوي اوه ګرځنده (موبائيل) هسپتالونه د قبائيلي سيمو د روغتيا محكمې ته په رسمي توګه وسپارل.


په دې لړ کې په ګورنر هاوس پېښور کې يوه دستوره وشوه چې په کې د ګورنر انجينئر شوكت الله پشمول د فاټا سيكرټريټ لوړپوړو چارواكو او د جرمني حكومت د مرستندويه ادارو استازو ګډون وكړ-

له ګورنر هاوس پېښوره د خپور شوي بيان تر مخه په دغه هر يو ګرځنده يا موبائيل روغتونو (هسپتالونو) کې د نارينه ډاكټر او د یوې ښځینه ډاكټرې پشمول شپږ کسیزه عمله کار كوي، چې په کې د اېكسرې مشين او جين ايكسپرټ مشين تر څنګ د نورو جديدو سهولتونو بندوبست هم شوی دی.

د فاټا سيكرټريټ وياند فضل الله مشال ريډيو ته وويل چې په قبائيلي سيمو کې ګرځنده روغتونونه له وړاندې هم قايم كړل شويدي او دوی د جرمني حكومت مننه كوي چې د قبائيلي سيمو لپاره يې د ۷ نورو ګرځنده روغتونو بندوبست وكړ:((دا د صحت په برخه کې زموږ له ولس سره یوه لویه مرسته ده، د روغتيا د ګرځنده هسپتالونو دا پروګرام پخواني ګورنر افتخار حسين شاه د ۲۰۰۴م او ۲۰۰۵م نه پيل كړي وو،خو دا پروګرام بيا له نوې سره پيل شو او پرون موږ ته د جرمني د حكومت لخوا نوي ګاډي راکړل شول))

چارواکي وايي، دا مهال په قبائيلي سيمو کې د ګرځنده روغتونو شميره ۲۱ ته ورسيده چې په کې په باجوړ او مومندو کې دوه دوه او په جنوبي وزيرستان کې يو موبائيل هسپتال له وړاندې شته دی او نور د موبائيل اسپتالونو ګاډي د خيبر ايجنسۍ په جمرود کې د ګرځنده اسپتالونو په مركز کې ولاړ دي او د ضرورت په وخت كارول کېږي-
XS
SM
MD
LG