د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر کې د افغان سولې وزګار طالب مرکچیان



د امريکا نيويارک ټائمز ورځپاڼه ليکي، کله چې په دوه زره لسم کال کې ځيني طالبان په امريکايې الوتکه کې قطر ته يوړل شو نو د باراک اوباما حکومت هيله کوله چې دوی به د افغانستان د استحکام او د امريکا په باعزته توګه له دې هيواد د وتلو په لړ کې د سولې په خبرو اترو کې مرسته وکړي.


خو د ورځپاڼي په وينا درې کاله تير شو دغه طالب چارواکي اوس هم اوزګار ناست دي او دفتر يې نه استعماليږي.

امريکايې ورځپاڼه نيويارک ټائمز پخپل رپورټ کې قطر ته د وړل شوو طالب چارواکو د اوزګارۍ په اړه په دې هيواد کې ميشت د يوه افغان سفارتکار له خولې وايي، دغه طالبان له ايېر کنډيشنونو خوندونه اخلي، قېمتي ګاډيانې چلوي، خوري څکي او ماشومان پيدا کوي.

له دې وروسته نيويارک ټائمز وايې، داسي نه ښکاري چې د سولې خبرې اترې به ګواکې ژر پيل شي بلکې د طالبانو ټول پام د جنګ د ميدان پر لور دی.

خو ورځپاڼې ته يوه مغربي سفارتکار ويلي چې د خبرو اترو د پيلولو لپاره سختې سفارتي هلې ځلې روانې دي او د بيرته شروع کيدو هيله شته خو د نيورياک ټائمز په وينا، دغه هيله اوس بيرته په اوبو لاهو شوې ده. د سفارتکارانو د مارچ په مياشت کې په خبرو اترو کې د خوځښت په اړه راټوکېدلې هيلې اوس د طالبانو لخوا بېخي ختم شوې دي.

نيويارک ټائمز زياتوي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مارچ په يوه ديرشمه نيټه د قطر له مشر شيخ حماد بن خليفه سره وليدل چې ورسره د طالبانو د دفتر په اړه خبرې وکړې خو په دې لړ کې هيڅ ډول پرمختګ اعلان نه شو.

که څه هم قطر دا مني چې غواړي طالبان دفتر خلاص کړي خو دوی په سرکاري توګه دا نه مني چې ګواکې طالبان په دي هيواد کې موجود دي.

په قطر کې ميشت يو افغان خبريال نيويارک ټائمز ته د نوم ښودلو په شرط ويلي چې طالبان د قطر لپاره لکه توده پټاټه يا آلو، ځکه تاسو څنګه کولی شي چې ځانمرګو بريد کوونکو ته ځای ورکړی او تر څو دغه کار ونه درول شي نو قطر نه شي کولی دا و مني.

ورځپاڼه زياتوي، امريکا وايي، طالبانو د جنګ جاري ساتلو فيصله کړې ده او دوی له خپلو سخت دريځو ملګرو وېريږي او داسي فکر کوي چې خبرې اترې پيلول به ښايي د دوی د جنګ کولو هوډ کمزوری کړي.

خو طالبان بيا وايي، امريکا د اعتماد سازۍ په لړ کې له ګوانټانامو زندان څخه د دوی د پنځه ملګرو د خوشي کولو خپله کړې وعده پوره نه کړه. امريکا غواړي خبرې اترې د افغان حکومت په مشري کې وشي خو طالبان دا شرط ردوي.

د نيويارک ټائمز په خبره ددې سربيره هم طالبان او مغربي سفارتکاران غواړي خبرې اترې وشي.
XS
SM
MD
LG