د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سي ای اې ډرون بریدونه او د ای اېس ای همکاري



د مشال راډیو انګرېزي څانګې خبریال ران سینوویڅ


اسلام اباد له کالونو ګیله کوي چې د هېواد په خاوره کې د وسله والو پر ضد د امریکايي بې پایلټه الوتکو بریدونه د نړیوال قانون او د پاکستان د ملي حاکمیت سرغړونه ده.


خو اوسني خپاره شوي راپورونه وايي، په اصل کې له ۲۰۰۴م کال راهیسې د پاکستان جاسوسي اداره د امریکا له سي ای اې سره د وسله والو پر ضد د ډرون الوتکو په جګړه کې پټه همکاري کوي.

د واشنګټن او اسلام اباد په باب تحقیقاتي خبریالان دا اونۍ پر داسې راپور کار کوي چې د سي آی اې او پاکستان د خفیه ادارې ای اېس ای له لوري د وسله والو پر ضد ډرون جګړې په اړه د پټې همکارۍ برخه بلل کېږي.

په رپوټ کې د امریکايي استخباراتي ادارې د مستندو راپورونو او په واشنګټن او اسلام اباد کې د چارواکو د حوالو ذکر شوی دی.

به حقیقت کې له ۲۰۰۴م کال راهیسې په سلګونه د ډرون بریدونه ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې په زرګونه کسان وژل شوي دي. په دوی کې پاکستاني او افغان وسله وال، او ورسره ورسره له القاعدې سره تړلي جګړه مار... چې په کې عربان، چیچن، ازبک او نور بهرني جنګي کسان شامل دي وژل شوي دي.

خو د پاکستان په قبایلي سیمو کې له دغه ډرون بریدونو د ځايي قبایلي وګړو د وژنو راپورنه هم دي.

واشنګټن مېشتی جونتن لنډې، چې د مککلېچې ورځپاڼې لپاره د ملي امنیت او استخباراتو خبریال دی. په خپل راپور کې وايي، پټه همکاري په داسې حال کې جاري وه چې همدغه وخت به د پاکستان ولسي حکومت ډرون بریدونه د نړیوال قانون او د پاکستان د ملي حاکمیت سرغړونه بلله.

لنډې د امریکا د استخباراتو د مستندو راپورونو په حواله وايي، سره له دې چې واشنګټن ادعا کوي چې به امریکايي ډرون بریدونو کې یوازې د القاعدې او د هغوی جګپوړي اتحادي غړي په نښه شوي دي خو راپور وايي چې د ولسمشر باراک اوباما د ادارې لخوا له ډرون بریدونو د پاکستان په قبایلي سیمو کې د لاندې کچې په سلګونه مشکوکه وسله وال په ویشتل شوي دي.


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پولیزر جایزې وړونکې خبریال مارک مازیټي د اپرېل پر شپږمه نېټه رپوټ ورکړی چې، د سي ای اې او ای اېس ای تر مینځ په ۲۰۰۴م کال یو پټ تړون شوی وو چې په جنوبي وزیرستان کې یو پاکستانی طالب پلوه کمندان نېک محمد ووژني. اسلام اباد هغه د خپل دولت دښمن باله.

او د دغه وژنې په بدل کې ای اېس ای پر دې راضي شوه چې د القاعده وسله والو د لټون لپاره د امریکا ډرون الوتکې یوازې او یوازې د قبایلي سیمو په فضايي حدودو کې الوت کولای شي. او امریکا هم ورسره سلا شوه چې د ډرون بریدونو په اړه به څه نه وايي.

جونتن لنډې بیا دا هم وايي چې تر ۲۰۰۸م کال پورې امریکا یوازې هغه هدفونه په نښه کول چې ای اېس ای ورته په ګوته کول. او له پاکستان سره د امریکا د بوش او بیا د اوباما ادارې د تړون هم کړی وو چې د د ډرون د هر برید ويډیويي پیته به ورته سپاري.
XS
SM
MD
LG