د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:د پانګې اچونې ملي اداره خپله ودانۍ جوړوي


نجیب الله الوخېل

دچارشنبې پر ورځ د خوست د ادارې کمپلیکس په سیمه کې د خوست دایسا (پانګې اچونې ملي ادارې) د سیمه ییز دفتر لپاره دنوې ودانۍ جوړولو کار پیل شو. د درو پوړونو دا ودانۍ د څه باندې څلویښت میلیونه افغانیو په لګښت به د سږ کال تر پایه جوړه شي.


په خوست کې دایسا سیمه دفتر مسوول محمدعیسی اهنګر مشال راډیو ته وویل ،چې پخوا يې دښار په یو او بل ځای کې خپلې دفتري چارې سمبالولې:

((موږ دخپل فعالیت په شپږکلنه موده کې داداري فعالیتونو دپرمخبیولو لپاره له ستونزو سره مخامخ وو ،ځکه خپل ځای مو نه درلوده او په کرايي ځایونو کې به اوسیدو،خو دنویو ودانیو په جوړولو سره به زموږ په کار کې چټکتوب او نظم رامنځته شي او هیله من یم ،چې پدې سره به پانګوال وهڅول شي چې خپل سوداګریز او تجارتي کارونه لا پراخ کړي او پوره کاري فرصتونه به برابر شي.))

د خوست والي عبدالجبار نعیمي د پروژې پیلېدو په مراسمو کې وویل ،چې دایسا ادارې له لارې به د پانګوالو او شتمنو کسانو سوداګریز فعالیتونه معیاري بڼه خپله کړي ،ده له پانګوالو وغوښتل ،چې خپلې سرمايې دې له بکسونو راوباسي او عملاً دې لوی او واړه سوداګریز کارونه پیل کړي:

((ایسا دسوداګرۍ دپرمختیا لپاره لویو او وړو پانګوالو ته معیاري طرحې او برنامې ورکوي ،دوی هڅوي تر څو خپله سرمایه داسې په کار واچوي ،چې هم سرمایه ډیره شي او هم خلکو ته په کې د کار زمینې برابرې شي ،زه له نوموړې ادارې غواړم چې له پانګوالو وغواړي، خپلې سرمايې له بکسونو راوباسي او عملاً دې کار پیل کړي، په دې کې شتمن او هغه کس ته چې کار نه لري دواړو ته ګټه رسیږي.))

ښاغلي نعیمي زیاته کړه ،چې په دې ودانیو سره به دا کمپلیکس هم په اداري چارو کې مرکزي بڼه خپله کړي او ټولو ادارو ته به په دې ځای کې مناسب ځای ورکړل شي، چې خلک له سرګردانۍ او یو بل لوري ته له تګ راتګه خلاص شي.

دولایتي شورامرستیال جانمیر ځاځي په خپلو خبرو کې دایسا ادارې دکارونو منظول لدې کبله ګټور وبلل ،چې پدې سره به په خوست کې دکرنې او پانګې اچونې په برخو کې فعالیتونه ښه او پرمخ ولاړ شي:

((زه پدې هم ډیر خوشاله یم ،چې دا څو وخته په پرله پسې توګه دنویو ودانیو او پروژو پرانیستنې کوو ،داوسنیو ودانیو په جوړولو سره به دسوداګرو او پانګوالو کار وبار کې بهتري رامنځته شي ،دا به دکرنې او پانګې اچونې په دواړو برخو کې ډیر ګټور تمام شي ،زما لپاره دامهمه نده ،چې بیارغونه پوځي برخې ته کیږي او که ملکي برخې ته په دواړو باندې خوست ابادیږي.))

انجینر رسول ،چې دساختماني شرکتونو په استازیتوب خبرې کولې لدې کبله يې دایسا ادارې دکارونو ښه والۍ وباله ،چې پکې فساد او بې ځایه بیروکراسي نشته:

((ایسا یوه خصوصي او له فساده پاکه اداره ده ،هیڅ ډول بیروکراسي پکې نشته ،دوی دجواز دورکولو پرمهال یو کوچنۍ استعلام ورکوي ،ددوی له کارونو رضایت لرو ،داچې دصنعتي پارکونو موضوع هم په ایسا پورې تړل شویده ،هیله مو داده چې پدې برخه کې هم پرمختیاوې رامنځته شي.))

دیادونې وړ ده که له یوې خوا په خوست کې پدې وروستیو کې د یو شمیر نویو پروژو کار پرانیستي کیږي بل لوري ته کتونکي وايي کچیرې دبیارغونې کارونه منظم او معیاري ترسره نشي نو دیو شمیر پخوانیو پروژو په شان به تر ډیره ونه پایږي.
XS
SM
MD
LG