د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د ډموکراسۍ ستونزه


له امریکا خپرېدونکې فارن پالیسي مجله کې د فرح اصفهاني لیکلې یوه مقاله شایع شوې چې وايي، پخوانی آمر جنرل ریټایرډ پرویز مشرف هېواد ته ستون شوی او دا مهال له یو شمیر مقدمو سره مخامخ دی.


دهېواد الیکشن کمیشن د را روانو عامو انتخاباتو لپاره په دوو حلقو کې د مشرف د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړي او په چترال کې یې منظور کړي دي.

فرح اصفهاني لیکي الیکشن کمیشن د سپریم کورټ په امر د آیین د ۶۲م او ۶۳م شقونو لاندې د یو شمیر نورو سیاسي مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه هم مسترد کړي دي. دغه شقونه چې پکې د یو امیدوار کردار ته کتنه کیږي، په آیین کې پخواني آمر جنرل ضیاءالحق شامل کړي دي. خو وړاندې دا په دومره مؤثره طریقه نه وو عملي کړل شوي.

لیکواله وايي پاکستان کې یوې خوا ته روښان فکره سیاسي مشران د الیکشن کمیشن لخوا له امتیازي سلوک سره مخامخ دي او له بلې خوا ورته وسله والې ډلې ګواښونه کوي. خو د دوی د مناسب حفاظت لپاره نه هم سپریم کورټ سمه پاملرنه کوی او نه امنیتي ادارو چټک ګامونه پورته کړي دي . وسله والو طالبانو په تیروخت کې هم سیاسي ګوندونو او په خاص توګه عوامي نېشنل پارټۍ او پیپلز پارټۍ ته ډېر زیان رسولی دی.

فرح اصفهاني د فارن پالیسي مجلې په دې مقاله کې وړاندې لیکي که د روښان فکره سیاستوالانو خلاف دا حالات دغه شان جاري وي نو هېواد به دمذهبي سخت دریځۍ په لورځي او پوځ به لکه دضیاءالحق د دور په ډول په واکمنۍ کې ډېره برخه ولري . دا راز به په انتخاباتو کې محدود مذهبي او تش په نامه وطن پرسته خلکو ته د برخه اخیستو موقع په لاس ورشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG