د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا نښته: ګڼ پاکستاني سرتېري او طالبان مړه ژوبل


د خیبر په تیرا کې په څلور ورځنۍ جګړه کې یو شمېر سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پاکستان پوځي چارواکو د ګل په ورځ ويلي دي چې پوځ د دغه لرې غرنۍ وادي د بیرته نیولو هڅه کوي چې طالبانو او د هغوی د ملګرو په کنټرول کې ده.


چارواکو وويل چې پوځ د تېرې جمعې پر ورځ په تیرا کې له هغه وروسته کاروايي شورو کړه چې هلته مخالفې وسلې والې ډلې تر اونیو له یو بل سره په نښتو کې ښکېل ول.

له دغه نښتو وروسته په زرګونه ځايي اوسېدونکي له سیمې کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

تیرا د افغانستان د پولی سره نږدې د خیبر ایجنسۍ نیمه خودمختاره قبایلي سیمه ده چې په هیواد کې د طالبانو مهم پټن ځای دی.

د پاکستان پوځ په ورستیو کلونو کې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد کاروایانې کړي دي. خو د تیرا په شان ځینې سیمې یې تر کنټرول بهر دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG