د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په انتخاباتو کې دې د ټګي کولو مخه ونیول شي"



شبیر جان

پېښور:- د قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ ټولو سیاسی ګوندونو او ځايي مشرانو وینا ده چې په این اې ۴۵ یا پینځه څلویښتم باندې د پولیټیکل انتظاميې د الېکشن نه وړاندې ټګي وکړي او د خپلې خوښې امیدوار بریالي کړي.


دوی د الېکشن کمیشنر نه غوښنته وکړه چې باید د انتظامیې دا مداخلت دې ودرول شي او آزاد او شفاف انتخابات دې وکړل شي.

پیښور پریس کلب کې د یو خبري کانفرنس ورستو له خیبر اېجنسۍ څخه راغلې د عوامی نیشنل ګوند، د پاکستان تحریک انصاف د مسلم لیګ نون جمیعت علماء اسلام ف،قومی وطن پارټئ آزاد امیدوارو او د قوم کوکی خیل مشرانومشال راډیو ته وویل چې بیوروکرېسي او د اېجنسۍ پولیټیکل انتظامیه څخه کوي چې په این اې ۴۵ باندې د ټګۍ له لارې خپلې خوښې امیدوار حاجي شاه اپریدی بریالی کړي.

د آيیني اصلا حاتو له لارې چې کم د خپلې خوښې نمائنده ته د ووټ ورکولو حق ورکړل شوی دی او پولیټیکل پارټیز ایکټ غځول شوی دی. په هغه کې د خپل اثر له لارې مداخلت کول غواړي. د قامی اسمبلې چوکۍ این اې ۴۵ نه آزاد امیدوار تاج محل آپریدۍ وايي: (( د بیوروکرېسي چې کم یو نظام دي د تېرو ۶۵ کالو راهیسې دا ختمول ډیر ګران دي او دوی نه غواړي چې دا ختم کړي نو ځکه که دلته آزاد او شفاف اتنخابات وشو او خلکو د خپلې خوښی امیدوار وټاکه نو دوی اثر ختمیږی او دوی کله هم دا نه غواړي.))

د خیبر اېجنسۍ دغه ټول مشران تور لګوي چې د بیوروکرېسي او پولیټیکل انتظامیې مرستیال حاجي شاه په ښکاره ډول د الېکشن کمیشن د اضابطه اخلاق خلاف ورزي کوي او د دې نا اهله وګرځول شي.

د جمیعت علماء اسلام ف د خیبر اېجنسۍ عمومي سیکرېټري سید کبیر وايي، چې د الېکشن کمیشن د قاعدې مطابق څوک د ۵ لاکو نه سیوا روپۍ نه شي خرچولی، خو امېدواران تر ټاکلو پیسو زیاتې خرچوي. د وسلو نمایش کوي او ووټونه په پیسو اخلي نو باید الېکشن کمیشن دې هغوی نااهله وګرځوي.

خو هم په دې اړه چې کله موږ د حاجي شاه آپریدي نه وپوښتل نو هغوی وینا وه چې دا ټول بې بنیاده او دروغ الزامات دي او سیاسي مخالفت دی او چې کوم کس نه شي ګټلای نو هم دغه رنګ الزامات لګوي.د خیبر اېجنسۍ ټولو مشرانو د الېکشن کمیشن نه غوښنته وکړه چې خیبر ایجنسۍ کې دې هم ازاد او شفاف انتخابات یقینی کړي.
XS
SM
MD
LG