د لاسرسي ځای

تازه خبر

زړوره، ځوانیمرګه امریکايۍ ډېپلوماټه



د وژل شوې ځوانیمرګې امریکايۍ ډېپلوماټې نوم این سمېډېنګوف وو. نوموړې ۲۵ کالنه وه او د شنبې پر ورځ په زابل کې له درو امریکايي سرتېرو، یوه ملکي امریکايي او یوه افغان ډاکتر سره په ځانمرګي برید کې ووژل شوه.


دوی ټول د زابل له والي اشرف ناصري سره د یوه ښوونځي پرانیستو مراسمو او هلته د کتابونو وېشلو له پاره روان ول چې پر لار ورباندې په یوه موټر کې ځانوژونکي برید ګر حمله وکړه.

والي له دې بریده روغ ووت خو دوه ساتونکي یې ژوبل شول.

اژانس فرانس پریس د این مور و پلار له خولې وايي: ((هغې تل هڅه کوله چې داسې موقعې تر لاسه کړي چې په هغه جنګ ځپل هیواد کې د اوسېدونکو خلکو په ژوند کې بدلون راولي.))

تر این مخکې وروستی امریکايي ډېپلوماټ په لیبیا کې د امریکا سفیر کرس سټیفنز وو چې پر دندې وو او و وژل شو.

تېر کال د سېپټېمبر پر ۱۱مه په بن غازي کې د امریکا پر سفارت حمله وشوه چې په کې سټیفنز، د سفارت دوه ساتونکي، او یو د مالوماتو افسر ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې د ترکیې په سفر وو، په افغانستان کې د ځوانې ډېپلوماټې وژنه وغندله او د سختدریځو طالبانو دا حمله یې بزدلانه وبلله.

ده د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر احمد داود اوغلو سره د خبري غونډې پر وخت وویل: ((پر این او هغه کسان چې ورسره ول طالب ترهګرو حمله وکړه. طالبان هغه خلک دي چې سهار د دې له پاره نه ول ویښ شوي چې خلکو ته تعلیم ورکړي یا یې مرسته وکړي. بلکې دا مقصد یې دی چې تباهي خپره کړي.))

کیري وویل: (([این] زړوره امریکایۍ وه او د کتابونو په ذریعه یې د علم رڼا خپرولو هوډ کړی وو. دا کتابونه د زده کوونکو په مورنۍ ژبه لیکل شوي ول. له هغو زده کوونکو سره نوموړې هیڅ نه ول لیدلي خو دا یې خپله ذمه واري ګڼله چې له هغوی سره مرسته وکړي.))

کیري دوه اوونۍ مخکې له این سره په افغانستان کې لیدلي ول. هلته هغې د بهرنیو چارو له وزیر سره په سفر کې مرسته هم کړې وه.

د این یو ورور او دوه خویندې دي. هغې له جان هاپکېنز پوهنتونه نړیوال اړیکي لوستي ول.

اژانس فرانس پریس د ځوانیمرګې ډېپلوماټې ترور له خولې زیاتوي چې په افغانستان کې ورځ او شپه خطر موجود دی. خو این ((د دې خطر پرواه و نه کړه ځکه چې دې غوښتل نړۍ وژغوري.))
XS
SM
MD
LG