د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ولسمشر کرزي وروسته افغانستان



فارن پالیسي مجله د افغان ولسمشر حامد کرزي د واک موده پوره کیدلو په باب لیکي چې د 2015م کال په راتلونکو انتخاباتو کې نوموړی نه شي کاندیدېدای.نو ځکه د 2001 نه پس به په هیواد کې په اول ځل یو نوی مشر د یوې نوې کابینې سره راشي. د مجلې په خبره د مشرتابه انتقال په افغانستان کې د امریکا د معاملې لپاره ډېر اهمیت لري خو بیا هم په واشنګټن کې پرې ډېر بحث نه کیږي.


د پالیسي جوړونکي او شنونکي د طالبانو سره په خبرو اترو او د 2014م کال وروسته د امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه خبرې کوي چې د مجلې په اند په هغه صورت کې به خبرې بې مانا پاته شي که چیرې انتخابات سم و نه شي او هیواد د کورني جنګ په لور لاړ شي.

مجله لیکي د 2014م وروسته که د سرتېرو شمېر اته زره، دیارلس زره شپږ سوه او که شل زره وي ، دغه شمېر به په هېواد کې سیاسي او پوځي ګډ وډي ودرولو لپاره کافي نه وي.

فارن پالیسي ليکي په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو کامیابي او یا ناکامي په دې نه ده ولاړه چې څوک ټاکل کیږي بلکې په دې اړه لري چې څنګه. که هر څوک هم انتخابات ګټي باید افغان وګړو ته دا باور وکړي چې انتخاباتي پروسه سمه وه او نوی حکومت یا استازي به قانوني ګڼل کیږي.

خو د مجلې په خبره بیا هم امریکا د افغان انتخاباتي پروسې په باب خپلې هیلې او اندیښنې په ولسي کچه د څرګندولو نه ډډه کړی ده. مجله لیکي د دې وجه پخوانۍ تجربه کیدای شي چې د 2009م په انتخاباتو کې نړیوالې ټولنې په الیکشن کې د درغلو تور ولګولو چې په ردعمل کې حامد کرزي د امریکا خاص استازی رچرډ هالبروک او نړیواله ټولنه تورنه کړه چې په ناسم ډول د افغانستان د خودمختارۍ پر ضد دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG