د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ولسي وګړو د ډال په توګه کارول غندو"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

افغانستان وایې ، په دغه هیواد کې د ولسي افغانانو د وژنې دوام به د سولې بهیر زیانمن کړي.


د ولسشمر حامد کرزي یوې ویاندې عادله راز نن مشال راډيو ته پدې اړه وویل:

((د افغانستان دولت د ولسي وګړو د سپر په توګه کارول په کلکه غندي او تل وايي چې دغه ډول کړنې د امنیت او سولې بیهر بر وړاندې د خنډ سبب جوړېږي.))

تر دې مخکي د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي وه چې، دا ډول حملې به د سولې روان بهیر له خنډ سره مخ کړي.

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د ناټو په هوايي حمله کې شپږویشت کسان ووژل شول چې یوولس پکې ماشومان او لږترلږه شپږ مېرمنې دي.

بلخوا ولسمشر حامد کرزی نن په یوه ناڅاپي سفر فراه ولایت ته تللې او هلته یې د تیرې چهار شنبې د ورځې د حملو د قربانیانو له کورنیو او یو شمیر خلکو سره وکتل.

ولسمشر کرزي یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په دې حملې کې د سیمې ځینې هیوادونه لاس لري. خو د کوم هیواد نوم وانه خیست.
XS
SM
MD
LG