د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې ۱۰تنه طالبان وژل شوي ۱۰ ژوبل



سيدشاه سقيم

د غزني دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده، چې په پايله کې يې لس تنه طالبان وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.


چارواکي وايي، نښته تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ په ابراهيم زو سيمه کې د ملي اردو او طالبانو تر منځ شوې ده، چې له امله يې لس تنه طالبان وژل شوي او لس نور ژوبل دي. دوی وايي، په وژلو شويو کسانو کې پاکستانيان هم شامل دي.

د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، چې د ملي اردو سرتېرو له څو ورځو راهيسې د دوی په ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي وو، چې تېره ورځ يې له طالبانو سره نښته شوې ده.

دی وايي، کېدای شي په نښته کې طالبانو ته ور اوښتې مرګ ژوبله تر دې هم لوړه وي، او وروسته څرګنده شي.

"ملي اردو په اندړو کې عمليات درلودل، چې په نتېجه کې يې له طالبان سره جنګ کړی دی. په دغه جنګ کې لس تنه طالبان وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي، په مړو شويو طالبانو کې يو پاکستان هم شامل دی."

بلخوا بيا ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، وايي، چې په دغه نښته کې يې ګڼ شمېر سرتېري وژلي، خو وايي، په نښته کې پنځه تنه عام وګړي او دوه طالبان هم ژوبل شوي دي.

ها خوا بيا د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه را رسېدلې راپورونه وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې هم د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته شوې، خو کومې دولتي سرچينې لا تاييد کړې نه ده.
XS
SM
MD
LG