د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اميدوارانو د نوماندۍ پاڼو لومړۍ کتنه بشپړه شوه



احمد الله

اسلام آباد:- د پاکستان الېکشن کميشن په ټول ملک کې په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو اميدوارانو له لوري د نوماندۍ جمع کړل شوې پاڼې د ابتدايي کره کتنې ورسته بیرته ريټرنینګ افسرانو ته استول شوي دي.


د الېکشن کميشن چارواکې خورشيد عالم د وينا سره سم چې ١٠٧٠ د قامې او صوبايي اسمبلو د چوکو لپاره په ټول ملک کې ٢٤زره او ٩٤ اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه د خپلو سيمو ريټرننګ افسرانو سره داخل کړي ول او د حکومتې ادارو نيب، نادرا، اسټيټ بينک او ايف بي آر نه د تصديق ورستو بیرته ریټرنینګ افسرانو ته لېږل شويدي.

نوموړي وويل چې د کره کتنې په ابتدايي مرحله کې د پخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف پشمول د پاکستان پيپلز پارټۍ امتياز صفدر وړائچ، سيد علاوالدين او ملک عظمت، د مسلم ليګ ن شيخ وقاص احمد، د مسلم ليګ همخيال همايو اختر خان، د جميعت علماء اسلام ف ډلې مولانا ګل نصيب، د عوامي نيشنل ګوند عاقل شاه نه علاوه جمشيد دستي او نورو يو شمير اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړل شوي دي.

او دې ترڅنګ د پخواني صدر پرويز مشرف د قامي اسمبلۍ د حلقو اين اے ٤٨ او اين اے ٢٥٠ نه د نامزدګۍ کاغذونه مسترد او د اين اے ٣٢ چترال نه منظور کړل شو او د مسلم ليګ ن چوهدري نثار علې خان د اين اے ٥٣ ټيکسلا نه د نامزدګۍ کاغذونه مسترد او اين اے ٥٢ پنډۍ نه منظور کړل شول.

خورشيد عالم زياته کړه چې له نن یانې له ٨م نه تر ١٠م اپريله به هغه اميدواران چې کاغذونه یې مسترد شوي او يا منظور شوي پر ضد خپل اپيلونه کولی شي او الېکشن کميشن په ټول ملک کې ٩ الېکشن ټربيونلې جوړې کړېدي دي.

((د روانې مياشتې ١١ مه نه تر ١٧ مې نيټې به دا ټرېبونلې په دې اپيلونو خپلې فيصلې اوروي او د دوی فيصلې به حتمي وي. او دا به بیا هېچرې نه شي چيلنجېدای.

تر ١٨ اپريل پورې اميدواران خپل کاغذونه بیرته اخستلای شي او په ١٩ اپريل به موږ حتمي لیسټ جاري کوؤ او د هغه ورستو اميدواران خپل انتخابي کمپاين چلولای شي))

ياده دې وي چې د قامي اسمبلۍ ٣٤٢ چوکو لپاره په ټول ملک کې ٧ زره ٣٦٤ او د څلور واړه صوبايي اسمبلو ٧٢٨ چوکو لپاره ١٦ زره ٧٣٠ اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړيدي.
XS
SM
MD
LG