د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مینګل څلور کاله پس بلوچستان ته ستون شو




د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او د همدې صوبې پخواني وزیراعلی سردار اختر جان مينګل د کوټې په هوايي ډګر له رسنیو سره په خبرو کې وویل؛ په بلوچستان کې لا هم د بلوڅو پر ضد عمليات روان دي. او لا هم دده په خبره په بلوچستان کې د بلوڅو مړي موندل کېږي؛. مینګل راتلونکو ټول ټاکنو ته په پام سره وویل؛ د بلوچستان په ډېرو سیمو کې لاهم د ټاکنو لپاره حالات ښه نه دي؛. خو د نوموړي په وینا دوی باوري دي، چې د رايې په زور به له همدې ستونځو قام او سیمه باسي؛. خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې په بلوچستان کې حالات څنګه دي؟ سردار اختر جان منیګل وویل :

(( موسم خو ډېر ښه دی. حالات تر ما زیات تاسو ته ښه معلوم دي، هو د شهيدانو د وينو او د راتلونکو ورځو خوشبويي راځي. د همدې حالاتو د مقابلې لپاره راغلی یم. ځکه چې په دې څلورو کلونو کې موږ ډېر څه له لاسه ورکړل. زموږ وزرونه يې راپرې کړل، لیکن ددې باوجود زموږ د ملګرو همت او حوصلې ته بايد داد ورکړل شي او همدې حوصلې ميدان ته راوستي يو، ګورو چې د قاتل په لاس کې څومره زور دی . ))

سردار اختر جان مینګل په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره هغه څه شوې نه دي، لکه څنګه چې باید شوي وای، هغه په حکومتي ادارو تور ولګاوو، چې هغوی لاهم د بلوڅو په وژنه کې بوخت دي؛

(( که چېرې سټیبلشمنټ او حکمرانان دا وايي چې دوی به د مړيو په غورځولو زموږ اندېښنې کمې کړي، نو موږ نه بلکې ټوله نړۍ دوی ته په کم نظر وګوري. هغه څه چې حکومتي ادارو د راتلونکو ټاکنو لپاره کړي، له همدې سره به په بلوچستان کې له درغلیو پاکې ټاکنې ونه شي .))

د بلوچستان پخواني وزیراعلی سردار مينګل وویل؛ تر څلور کاله جلاوطنۍ وروسته بلوچستان ته راځي، خو لا هم دده په خبره په بلوچستان کې عمليات روان دي.
XS
SM
MD
LG