د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د پښتنو پرضد سازشونه روان دي



د پاکستان نه خپریدونکې د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه دي ایکسپریس ټریبیون په خپله ادریه کې لیکي، په ۲۰۰۸م کال کې په کراچۍ کې د طالبانو د موجودګۍ په اړه خبرداری شورو شو، هسې خو دا خبرداری د پوسټرو د لارې د کراچۍ دوسیدونکو لخوا ورکړی شوی و خو ټولو خلکو ته معلومه وه چې ددې ترشا د متحده قامي مومنټ یعنې ایم کیو ایم لاس دی.

ددې اداریې ترمخه په دغو ورځو کې د سند صوبې د داخله چارو وزیر ذولفقار مرزا دا ادعاوې رد کړې وې او ويلي یې وو چې په دې هکله هیڅ ثبوتونه نشته، بلخوا ځنې خلکو دا خبرداری کراچۍ کې د پښتنو د آبادۍ د زیاتیدلو د مخ نیوي یوه بهانه وګرځوله.

دا راز په تیرو وختونو کې، که دې ښار کې اردو ژبه ویونکی یو تن وژل شوی نو خلکو یې تور په پښتنو لګولی او په تشدد یې لاس پورې کړی چې په بدل کې یې بې ګنا پښتانه وژل شوي. دغه ډول که پښتون وژل شوی نو تور یې په ایم کیو ایم لګول شوی او بغیر د حقایقو معلومولو یې د بدل اخیستلو لپاره تشدد رامنځ ته شوی.

ورځپاڼه لیکي، کراچۍ کې طالبانو زیاتره د پښتنو اکثریتي سیمې په خپله ولقه کې اخیستې دي، خو له بده مرغه دې ښار کې پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ وخت په وخت د خپلو غړیو د وژنې تور په ایم کیو ایم لګولی دی او حقیقي خطرې ته د ګوتې نیولو نه یې ډډه کړې ده.

دورځپاڼې ترمخه، په عامه توګه د طالبانو نوم د پښتنو سره تړل شوی دی خو حقیقت دا دی چې نه یوازې طالبان، بلکه یو شمیر نورې وسله والې ډلې لکه جندالله او لشکر جهنګوي کې د هر قومیت خلک شامل دي او دیو بل سره مرستې کوي. نو ځکه دې مسلې ته یوازې د پښتنو په حواله کتل نه دي پکار.

اداریه وړاندې لیکي، یوه بد مرغي دا هم ده چې هغه سیاسي ګوندونه چې ځان د کراچۍ نماینده ګان بولي، د وسله والو او ترهګرۍ خلاف رایو ځایې کیدلو کې ناکامه دي. او زیاتره د خپلو ملګرو د وژنې بدل د مخالفو سیاسي ګوندونو نه داخیستلو هڅه کوي او دحقیقي خطر یعنې طالبانو ته د مخامخ کیدلو نه ډډه کوي. خو دورځپاڼې په وینا طالبانو کې شاملې ټولې وسله والې ډلې متفق دي او ښه په سلا یې عوامي نېشنل پارټي، ایم کیو ایم او پیپلز پارټي خپل دښمنان ګرځولي دي.

اداریه لیکي، د کراچۍ ځینې سیاسي ګوندونه هم د جرایم پیشه وسله والو ملاتړ لري خو دغه مجرمان خلک د خپلو ګټو لپاره کار کوي او چې په کراچۍ کې د چا زور زیات شي نو دهغوی سره ملګري کیږي یعنې په موجوده وخت کې به د طالبانو سره دهغوی همکاري د حیرانتیا خبره نه وي. په داسې حالاتو کې که ددې ښار سیاسي ګوندونه د ترهګرۍ خلاف یو موټي نشي نو د لا نور زیان سره به مخ کیږي.
XS
SM
MD
LG