د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د پرویز مشرف کاغذونه مسترد شول



د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف ټاکنو ته د ودریدو کاغذونه د کراچۍ د قامي اسمبلۍ له ۲۵۰ نمبر حلقې څخه نن د اتوار په ورځ مسترد کړی شوي دي .

د کراچۍ ریټرنګ افیسر سېمه ییزو رسنیو ته ویلي چې په پرویز مشرف باندې د قانون څخه د سرغړونې او د قاضیانو د نظربند کولو ترڅنګ یو شمیر کیسونه دي او په دې وجه هغه ددې اهل نه دی ګرځول شوې چې راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړي .

د پرویز مشرف د ګوند آل پاکستان مسلیم لیګ د سند صوبې چارواکي تسنیم عباس د اتوار په ورځ مشال ریډیو ته وویل چې جنرل ریټایرډ پرویز مشرف به د الیکشن کمیشن ددې پریکړې په ضد په محکمه اپیل دایروي .

پرویز مشرف د خیبر پښتونخوا د قومي اسمبلۍ لپاره د دوه دیرشمې خلقې چترال نه هم د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي، خو تر اوسه له هغه ځایه د نوموړي د مستریدو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

پرویز مشرف چې د ال پاکستان مسلم لیګ ګوند مشر دی ، پخپله خوښه څلور کاله په جلال وطنۍ لندن کې تیر کړل او تیره میاشت راستون شو.

د پخوانۍ وزیر اعظمي بې نظیر بوټو او د بلوڅ قومي مشر نواب اکبر بګټي د وژلو په کیسونو کې هم نوموړی عدالت ته مطلوب دی.
XS
SM
MD
LG