د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي امنیت: تېر کال خوست کې ټول ځانمرګي نیول شوي


خوست - د خوست ولایت دملي امنیت ادارې چارواکي وايي ،چې تیر کال يې په خوست او خوست ته په نږدې ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو هغه ټولې شبکې او کسان نیولي ،چې ځانمرګي بریدونه يې تنظیمول .دیادې ادارې چارواکي دیو شمیر هغو کسانو دنیولو خبره هم کوي ،چې په پټه يې هدفي وژنې کولې .


د خوست ولایت د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي ،چې تیر کال يې دخپلو اپراتیفي او کشفي فعالیتونو په لړ کې 27تنه ځانمرګي بریدګر مخکې لدې ،چې انتحاري بریدونه تر سره کړي لاس په لاس نیولي دي ،دده په وینا پدې موده کې يې تر 200زیات کسان دوسلوالو مخالفینو دغړیتوب په تور نیولي او یو شمیر هغه کسان هم ددوی لاس ته لویدلي ،چې په پټه يې مخالفینو ته مالي او نقدي مرستې راټولولې . دخوست ولایت دملي امنیت ریاست مرستیال ادم خان زرمتي دیادې ادارې دفعالیتونو او لاسته راوړنو دیادونې په ترڅ کې وویل ،چې دوی توانیدلي نه یوازې دانتحاري بریدونو ټول عاملین ونیسي بلکې هغه شبکې یې هم په خوست او نورو ولایتونو کې نیولي ،چې داکسان يې بریدونو ته تنظیم کړي ول:

((د ترهګریزو فعالیتونو په تور تیر کال 505تنه نیول شوي ،چې د 202تنو قضیې يې دمخالفینو دغړیتوب دي او دوی دتحقیقاتو په جریان کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی ،27تنه انتحار کوونکي نیول شویدي ،نوموړي کسان دافغانستان ترټولو لیرې منطقې له بدخشانه نیولي تر واخانه ،تر تخاره ،تر کندزه ،او داقغانستان د33 ولایتونو انتحارکووني ول ،چې غوښتل يې لدې ځای څخه تیر شي ،ټرینینګ يې کاوه ،یا روزل شوي وو او غوښتل يې ټاکلي هدفونه په نښه کړي ،موږ دستګیر کړیدي،18تنه داسې کسان چې دوسلې دګرځونې جواز يې نه لاره او لدې وسلو څخه يې په ناوړو هدفونو کې استفاده کوله هغه مو نیولي دي ،همدارنګه 9تنه چې له مخالفانو سره يې په بیلابیلو لارو مالي مرسته کوله ددوی فعالیت مو په نطفه کې خنثی کړی دی ،څومره انتحاري بریدونه چې شوي دهغې عاملین او حتی شبکې مو په خوست او نورو ولایتونو کې نیولي دي ،24تنه هغه کسان چې ترور يې کاوه نیول شوي دي .))

دخوست ولایت دملي امنیت ریاست مرستیال په خپلو خبرو کې دیوشمیر وسلو ،مهماتو او نقلیه وسایطو او موټرونو دنیولویادونه وکړه :

((په مجموع کې دکال له پیله 8میله راکټ انداز ،7میله پیکا ،90میله کلاشینکوف ،300میله توفنګچې چې په سراچه موټرونو کې ډیرپه مهارت ځای پرځای شوې وې او نوې جدیده وسله وه دملي امنیت دمنسوبینو له خوا نیول شویده،دوی غوښتل داوسلې غزني ،ګردیز،لوګر،میدان وردګ او شمال ولایتونو ته انتقال کړي،15عرادې هغه سراچه موټر چې مخالفینو پکې خپل تخریبي او تروریستي اعمال سرته رسول ،3هینو موټر چې په هغو کې انفجاریه مواد وو ،3عرادې پیکب موټر چې هغو څخه يې دکمینونو او ثقیله وسلو په لیږد کې استفاده کوله ،14عرادې موټر سایکل ،10عرادې کرولا موټر او 15میله چرايي ټوپک نیول شویدي .))

دیادونې وړ ده که څه هم دخوست امنیتي چارواکي دانتحاري بریدونو دټول تنظیمونکو او له برید وړاندې د27تنه ځانمرګو د نیولو خبره کوي ،خو تیر کال په یاد ولایت کې یو شمیر انتحاري بریدونه ترسره شوي او خلکو ته پکې ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده،تر ټولو وروستۍ يې درې اونۍ وړاندې دخوست دکونډیو په سیمه کې دافغان او نړیوالو ځواکونو په پلي ګزمه ځانمرګی برید وو ،چې دیو تن پولیس په ګډون پکې 9 تنه کم عمره ماشومان او تنکي ځلمیان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG