د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه: د طالبانو برید کې وژل شوي ۵۳ تنو ته ورسېدل




افغان چارواکي وايي په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو لخوا په پروني (چارشنبې ورځ) ډله ایز برید کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۳ ته رسېدلې ده. په دغه برید کې تر سلو زیات کسان ژوبل شوي هم دي.


د فراه ولایت ګورنر محمد اکرم خپلواک مشال راډیو ته وویل په وژل شوېو کسانو کې پنځه قاضيان او درې څارنوالان هم شامل دي. دی زیاتوي:((بریدګر په پوځي یونیفورم کې محکمې او څارنوالۍ ته ورغلل خو کله چې امنیتي ځواکونو د دوی موټر ودراوه، موټر یې وچاوداوه. ))

افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه بیانېه کې د فراه ولایت پېښه یوه ټول وژنه بللې او په سختو ټکو کې یی غندنه کړه ده. نوموړي وویل چې یو ځل بیا ترهه ګرو د بې ګناه انسانانو وینه تویه کړې.

په فراه کې د چارشنبې حمله په جلال اباد کې پر کابل بانک او د کابل د شيعه وو د محرم پر مراسمو تر حملو وروسته په تېرو څو کلونو کې د وسله والو طالبانو تر ټولو خونړي بريد وو.
XS
SM
MD
LG