د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: ازادۍ چاڼیز عملیات پیل شول



نجیب الله الوخیل

خوست:- په پکتيکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دویېمې پلي لواء قوماندان جنرال زمری وايي، افغان ګډو امنيتي ځواکونو د ملي اردو په مشرۍ د امنيتي پلان له مخې د دې ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې د ازاۍ په نامه چاڼیز عمليات پيل کړي.


دی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې دوه تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، د ده په وینا په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی.

په پکتیکا ولایت کې د۲۰۳ تندر قول اردو دویمې پلې لواې قوماندان جنرال زمری وايي ،چې له دې پوځي عملیاتو څخه يې موخه دا ده، چې سیمه د وسلوالو مخالفینو له وجوده پاکه شي او ځايي خلک د مخالفینو له ځورونو، ګواښنو او تهدیدونو څخه وژغورل شي.

د ده په وینا په پکتیکا ولایت کې حتی له دوو کلونو راهیسې افغان امنیتي ځواکونه عملیات ترسره کوي او په دې ډول بهیر کې ورسره خلک پوره همکار دي.

((تاسو نن وینئ چې د ملي اردو په مشرۍ په مستقلانه ډول سره د ازادۍ عملیات پیل کړل ، خلکو له موږه سره ډیره مرسته وکړه او هم يې دامنیتي ارګانونو څخه خوښي څرګنده کړه ، انشاالله اوس په خوشامند کې تر ډیره بریده امنیت تامین دی او لارې هم دخلکو پرمخ خلاصې دي، موږ نه یوازې د ازادۍ په نوم اوسني عملیات په مستقلانه توګه سرته رسوو ،چې په راس کې يې د ملي اردو ځواکونه قرار لري بلکې تقریباً دوه کاله کیږي ،چې دپکتیکا په ولایت کې زموږ امنیتي ارګانونه مستقلانه عملیات ترسره کوي))

جنرال زمري له یادو عملیاتو څخه له دې کبله خوښي څرګنده کړه ،چې د عملیاتو په سیمو کې يې ښې لاسته راوړنې درلودې او خلکو ورسره پوره مرسته کړیده.

نوموړی زیاتوي ،چې په دې عملیاتو کې افغان پوځیانو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې ، خو تر دې دمه يې دوه تنه وسلوال مخالفين وژلي، پنځه تنه يې ټپيان کړي او دېرش کړۍ هغه ماينونه يې کشف او شنډ کړيدي چې د لارو په اوږدوکې ځای پر ځای شوي وو.

د یادونې وړ ده ،چې د آزادۍ په نوم د افغان امنيتي ځواکونو ګډو عملياتو سره هم مهاله د پکتيکا په خوشامند او د دې ولايت ګاونډ ته د غزني په ګیلان او مقر ولسواليو کې ورته عملیات روان دي .
XS
SM
MD
LG