د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان دې پر پاکستان له تورونو لګولو ډډه وکړي"



احمد الله- مشال ريډيو

اسلام آباد:- د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان اعزاز احمد چودري د افغانستان د بهرنو چارو د مرستیال وزير جاويد لودين د بيان په غبرګون کې مشال ريډيو ته وويل چې پاکستان څو واري دا خبره کړېده چې افغانستان دې تش تورونه نه لګوي او نه تورونه مسئلې هوارولای شي، بلکې دواړه هېوادونه باید د دې مسئلو په ګډه حل راوباسي.


ياده دې وي چې د افغانستان د بهرنو چارو مرستیال وزير جاويد لودين تيره ورځ په کابل کې د پاکستان سفير محمد صادق سره د خبرو پرمهال وويلي ول چې د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ ته نږدې د ډيورنډ کرښې په اوږدوکې پاکستانيو پوځيانو تعميراتي کارونه پيل کړيدي. پاکستان دولت بايد ټول دغه فعاليتونه چې د ټولو منل شوو نړيوالو قوانينو پرضد دي د افغانستان دولت لپاره هم د نه منلو وړ دي بايد ژر تر ژره ودروي.

نوموړي دا هم وويل چې د افغانستان کنړ ولايت په بيلابيلو سيمو کې له پاکستاني پرله پسې د راکټو او توپخانې بريدونه کيږي او که دا بريدونه هم دا ډول جاري و نو د دواړو هيوادونو پر موجوده اړيکو منفي اغيز غورځولای شي.

پاکستان هم له خپله لوري څو واري ورته تورونه لګولي چې د پولې هغې غاړې نه یې د ملک په مختلفو سيمو حملې کيږي او بايد افغان حکومت د دې حملو مخنيوې وکړي.

خو پاکستان وایې چې د افغانستان پولې سره نزدې یې نوې پوځې څوکۍ نه دي جوړې کړې بلکه د زړو څوکیو بيا جوړونې کار یې پيل کړی دی او په دې لړ کې یې د افغانستان يو پلاوي ته د روان کال جنورۍ مياشتې پر ٢٤ مه نيټه د مومند ايجنسۍ دورې پر مهال اطلاع هم ورکړې وه.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جارې شوې خبرپاڼه کې ويل شويدي چې سږ کال د پوځې څوکۍ د مرمت مقصد په سيمه کې د ترهګرۍ کارروائيانو مخنيوې کول دي او په دې لړ کې د افغانستان د بهرنو چارو مرستیال وزير جاويد لودين اعتراض بې بنياده دي. او زیاتوي پاکستان په افغانستان کې د امن او قراري په لړ کې هرقسمه مرستې کولو ته تيار دی.
XS
SM
MD
LG