د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د پولیس اور وژونکې اداره جوړېږي


نجیب الله الوخیل

د افغانستان په خوست ولایت کې د پولیسو د اور وژونکې ډلې (اطفايي) مرکز لپاره د ودانیو جوړولو کار پیل شوی چې د یوه کال په موده کې به بشپړ شي.


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې امنیتي ادارو ته نوې او مجهزې ودانۍ د ځواکونو د نظم ښوونې او روزنې په کچه ارزښت لري.
د دوشنبې په ورځ د دغه پروژې دکار د پرانیستلو په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل:

((د ازادې مینې پروژه د امریکا په مالي مرسته جوړېږي.
زه امیدواره یم چې په دې سره به زموږ هغه نورې مهمې پروژې چې امنیت په برخه کې هم د ښار په داخل کې او هم په ولسوالیو کې ورځنې استفاده کېږي د هغو کارونه به هم انشاالله شروع کېږي)).

د خوست امنې قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د پولیسو د اطفايې د تاسیساتو د جوړولو د کار دپیل په مراسمو کې وویل ،چې پولیسو ته د تاسیساتو جوړول د هغوی د ښوونې او روزنې او مسلکي توب په اندازه ارزښت لري.


په پرانست غونده کې د خوست ولایتي شورا مرستیال جانمیر ځاځي وویل، چې په ټولنیز ژوندانه کې په طبعي توګه ځینې ستونزې او پيښې شته لکه اور لګیدنه ،چې پولیس د هغې په کنټرول او له منځه وړلو کې مرستې کوي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالتونو له خوا د پوځي مسوولیتونو د لیږد بهیر څخه په راهیسې افغان امنیتي ادارو ته د تاسیساتو د جوړولو او پوځي وساییلو او تجهیزاتو د اکمال په برخو کې پاملرنه ډېره شوې ده.
XS
SM
MD
LG