د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: په ۴۵ انتخابي حلقه کې سرغړونه کېږي



فرهاد شینواری

د خیبر قبایلی سیمې اوسیدونکی وايي چې د خیبر په ۴۵ حلقه یانې جمرود او لنډي کوتل کې د قامي اسمبلۍ امیدوارانو د الیکشن کمیشن د ټاکلي چوکاټ سرغړونه کوي.


دوی وايي، چې دغه امیدواران له ټاکلۍ شوي حده زیاتې خرچې کوي او لوی انتخابي بېنرې او پوسټرې یې جوړې کړې دي، چې په بازارونو او کلیو کې لګیدلې دي، او د جلسو په مهال د وسلو نمایش هم کوي.

دوی وايي، چې باید د الیکشن کمیشن له خوا جاري کړل شوې ضابطه اخلاق باندې په دې سیمه کې عمل وکړل شي.

د خیبر سیمې یو اوسیدونکې شاه رحمان مشال ریډيو ته وايي چې(( په دې سیمه کې لویې لویې بینرې لګیدلې دي،او ځینې امیدواران ډیرې زیاتې روپۍ خرچ کوي چې دا د یو عام امیدوار د وس کار نه دی او دا ښکاره خلاف ورزي ده، چارواکو ته پکار ده چې دغه امیدواوان د دې خلاف ورزیو نه منع کړي چې په دې سیمه کې شفاف انتخابات وشی))

او په ۴۵ حلقه کې د الیکشن کمیشن د ضابطه اخلاق په حقله فخروالدین وايي چې((دلته امیدواران د وسلې نمایش کوی او باید دا عمل بند کړل شي،او د دوی په زیاتو خرچو باندې هم بندیز ولګول شي))

د یادې سیمې یو بل تن غلام حیدر وايي چې(( پولیټیکل چارواکو خو په دې اړه خپل امر جاري کړی دی خو باید عملی ګامونه هم پورته کړي))

یاده دې وی چې د پاکستان الیکشن کمیشن له خوا د پوسټر ناپ ۲۳ فوټه، هورډنګ ۳۵ فوټه، بېنر ۳۹ فوټه او لاسې پاڼې (هېنډ بیلز) ۹۶ انچ ټاکل شوی دی،او د قامی اسمبلۍ امیدوار یوازې ۱۵ لاکه روپۍ د الیکشن کمپاین له پاره خرچولای شي، خو د ځایې خلکو په وینا په سیمه کې ترې سرغړونه کیږي.

په ۴۵ حلقه کې د امیدوارانو له خوا د الیکشن کمیشن د خلاف ورزیو او ځایي خلکو شکایتونه مو چې کله د یادې حلقې ریټرنینګ آفیسر ډاکټر عظمت وزیر ته وړاندې کړل نو دوی وویل چې(( دغه هرڅه موږ په پام کې نیولي دي،او د دې له پاره مو یوه څارونکې کمیټۍ جوړه کړې ده او چې د کوم امیدوار د بینر یا پوسټر سایز له ټاکلي چوکاټه زیات وي نو موږ به یې را کوزوو،او موږ هڅه کوو چې په دې سیمه کې د الیکشن کمیشن ټول ضابطه اخلاق عملي کړو چې په دې سیمه کې آزاد اتنخابات ترسره کړو))

د خیبر قبایلی سیمې اوسیدونکی وايي، چې باید په دې سیمه کې د شفاف او پرامن اتخاباتو له پاره پولیټیکل چارواکی کوټلی ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG