د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ټولټاکنې او مخصوص چوکۍ



رياض موسه خېل

اسلام آباد:- پاکستان کې د ټولټاکنو دپاره نوم ليکنې کاغذونو جمع کولو وخت د اتوار او ګل تر منځه شپه دولس بجې پای ته ورسېدو او د الېکشن کمیشن د يو چارواکي خورشيد عالم په وينا د نهه زرو نه زياتو کسانو خپل کاغذونه جمع کړي دي چې پکې د بعضې د کره کتنې کار هم سرته رسېدلې دې.او بیرته ریټرنینګ افسر ته لېږل شويدي.

د ده په خبره د لرې پرتو سيمو نه د کاغذونو پوره شميره نه ده رارسېدلې نو ځکه به ترماښامه دا شميره نوره هم زياته شي او حتمي فهرست به روستو خپروي.

په داسې حال کې چې پاکستان کې د مئ په يوولسمه نېټه ټولټاکنې اعلان شوېدي او په يوه ورځ به د قامي او صوبايي اسمبلو له پاره ووټونه اچول کېږي، خو د قامي اسمبلۍ د دوه سوه دوه اوويا چوکو سره سره د ښځو او اقليتونو دپاره هم ځینې چوکۍ ګوښې کړل شوېدي.

د دغې چوکو د شميرې او ټاکنې طريقه کار په اړه مشال رېډيو سره خبرو کې د سياسي چارو کارپوه ډاکټر اشرف علي وينا وه چې د ښځو له پاره شپېته او اقليتونو له پاره لس چوکۍ بيلې کړل شوېدي چې ورسره ټوله شمېره درې سوه دوه څلوېښت ته رسي .
د ده په خبره هر ګوند چې د څلور نه زيات د قامي اسمبلۍ غړي لري هغه ته يوه زنانه او چې اوويشت نه زيات لري هغه ته به يو اقليتي نمائنده ورکول کېږي.

خو بل طرفته پاکستان کې اقليتي ورورلي وایي قامي اسمبلۍ کې د دوي نمایندګي کمه ده او حکومت ته پکار ده چې د دې له پاره قانون سازي وکړي.

مشال رېډيو سره خبرو کې د اسلام آباد سره تعلق لرونکي رنجيت سنګ وويل چې د لسو نمائندګانو سره ګرانه ده چې د ټولو اقليتونو خذمت وکړل شي نو بايد چې ورته په هره صوبه کې دوه يا درې نورې چوکې ورکړل شي.

د پېښور د اليکشن کمشن د شمېرې سره سم د خېبرپښتونخوا نه د ښځو او اقليتونو دپاره دوه سوه يو کم دېرش درخواستونه راغلي دي.

دا دې هم ياده وي چې خېبر پښتونخواصوبايي اسمبلۍ کې ټولې نهه نوي (۹۹)عمومي چوکۍ دي چې ورسره د ښځو له پاره دوه ويشت او اقليتونو دپاره درې چوکۍ هم بيل کړل شويدي او دغه رنګ دا ټوله شميره يوسل څلرويشت ته رسي.

XS
SM
MD
LG