د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ناامنیو په پاکستان کې د خلکو زغم ختم کړی"



رابعه اکرم مشال راډيو

په کراچۍ کې د نفسياتي او ذهني ناروغيو لپاره کارکونکې يو ادارې پاکستان ايسوسي ايشن فار مينټل هيلت د موجوده ناسازه حالاتو له کبله نفسياتي مسلو سره مخامخ خلکو لپاره يو پروګرام شروع کړی دى چې وخت په وخت د مختلفو پيښو نه متاثره شویو خلکو د کمک لپاره خپلې هلې ځلې کوي.


د ادارې مشر ډاکټر هارون سيد مشال راډيو ته وويل، چې په دې اړه دوی د کراچۍ عباس ټاؤن نه کار شروع کړی دى. د ده په وينا چې روانو ناسازه حالاتو خلک مختلف نفيساتي ناروغيو سره مخامخ کړی دي.

(( په ملک کې حالات ناسازه دي او په خاصه توګه کراچۍ کې حالات کړکيچن روان دي ، که وکتل شي نو د صبر او برداښت يو حد وي. د يو څيز برداښتولو او خپلولو هم يو حد وي. داسې ښکاري چې زموږ خلکو کې دا ختميږي چې ترې مسلې پيدا کيږي. دغه رنګ کورنۍ مسلې ترې هم مخې ته راځي. مطلب مې دا دی چې زموږ کوم تعميري صلاحيتونه دي نو هغه کې کمی راغلی دی. نو موږ د داسي خلکو لپاره څوک چې موجوده حالاتو نه متاثره شوې دي ، دا پروګرام شروع کړی دى. او په دې اړه په خاصه توګه موږ ماشومانو او ښځو لپاره مختلفو ډلو په شکل کې کار وکړو))

په نفسياتي توګه متاثره خلکو سره کارکونکې د يادې ادارې يوې ډاکټرې ، انيته اعجاز مشال راډيو ته وويل چې کله دوی خلکو سره ملاويږي نو داسي خلکو سره يې ملاقات هم وشي چې هغې ويره او خوف محسوسوي.

(( د هغوي کورونه ړنګ شوي دي ، خپل خپلوان ، او شاه خوا خلک يې په چاؤدنه کې وژل شوي دي ، نو دغه پيښو په دې ډيراثر کړی دى. دوی ځان غير محفوظه ګڼي، خوف او ويره ده پکې. ځینې ژاړي. نو د ژوند تيرولو لپاره چې يو انسان ته د حوصلې او د مرستې کوم ضرورت وي نو هغه داسي ښکاري چې زياتو خلکو کې د دغې کموالی راغلی دی.))

د کراچې په عباس ټاؤن چاؤدنه کې وژل شوې ٢٠ کلن شير زمان چې د مور او پلار يو زوې وو، د چاې په هوټل کې يې کار کولو نو د دغې هوټل مالک عارف مشال راډيو ته وويل چې د شيرزمان مور او پلار وس هم دا نه مني چې زوې يې نشته.

(( مور او پلار يې د بې هوشۍ په حالت کې دي ، خبري نشي کوالاې، پريشانه دي. بس دغه سوچ کې دي چې دا څنګه وشو او هغه څنګه لاړو ، بچې يې څنګه شهيد شو. مورېې يې تر اوسه پورې خبرې نه شي کولای ، پلار يې کله سم وي او کله نه. عجيبه حالت يې دى))

دې پروګرام نه متاثره خلکو ته څنګه فائده رسي، د دې پحقله ډاکټر انيته زياتوي.

((کومه چې دوي سره د مشاورت برخه ده ، نو چې کله دوی سره موږ د دوی په مسلو خبرې اترې کوو نو دا څيز په واضحه توګه خلکو ته مرسته ورکوي. او دې نه علاوه چې که تاسو د چا خبره واورې نو هغه ډېر زيات کار کوي، که موږ عام حالاتو کې وګورو نو يو تن چې څه ويل غواړي او څوک يې وا نه وري نو هغه مايوسي محسوسوي نو دغه څيز چې ورته د څه ويلو ضرورت وي يا د اوريدو نو دا رنګ دا کار د دې خلکو په اړه موږ ته ډير کمک راکوي))

د ذکر وړ ده چې د پاکستان د دماغي ناروغانو د روغتیا لپاره ټولنې (ايسوسي ايشن فار مينټل هيلت) سره نه يواځې نفيساتي ماهرين بلکې مختلفې غير سرکاري ادارې او د طب ذده کونکې هم په رضاکارانه توګه کار کوي.
XS
SM
MD
LG