د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت وايي مشرف له هیواده د باندې نشي تلی


په پاکستان کې دیو عدالت په غوښتنه د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف نوم د هغو کسانو په لیک لړ کې شامل کړی شوی چې له هیواده د باندې د تلو اجازه نه لري.

د کراچۍ په سند هايي کورټ کې د پرویز مشرف په حفاظتي ضمانت کې نوره اضافه وکړی شوه، خو دا هم وویل شول چې نوموړی نشي کولی د عدالت له خبرولو پرته کوم بل هیواد ته سفر وکړي.

پرویز مشرف د، ال پاکستان مسلم لیګ ګوند مشري په غاړه لري او په راتلونکو انتخاباتو کې د برخه اخیستو هوډ یې کړی دی. د، ال مسلم لیګ د ګوند یو غړي مشال راډیو ته وویل پرویز مشرف که د هیواد نه د باندې د تښتیدو پلان لرلی نو بیا ولې له بهرنه هیواد ته ستنیدو.

قانون پوه بیرسټر باچا وايي عدالت باید ډیر پخوا دا کار کړی وای ځکه چې پر مشرف ډیر سنګین تورونه دي ، په ده د نواب اکبر بګټي د وژلو تور دی، دبېنظیر بوټو په قتل کې هم دده نوم اخیستل کیږي.

پرویز مشرف د خپلې خوښې جلا وطنۍ نه پس څو ورځې وړاندې پاکستان ته ستون شوی او د قومي اسمبلۍ لپاره یې دکراچۍ او د چترال نه خپل د کاندیدۍ کاغذونه جمع کړي دي.
XS
SM
MD
LG