د لاسرسي ځای

تازه خبر

دنفورډ: د افغانستان جګړه ګټو



په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان اټکل کوي، چې راروان ميلادي کال له افغانستان د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هم د وسلوالو مخالفانو حملې روانې وي، خو ده هيله وښوده، چې افغانستان سم لوري ته روان دى.


وروسته له هغه چې جنرال جوزيف دنفورد په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو، له ABC ټلويزيون سره يې دا لومړۍ ټلويزيوني مرکه ده.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان له ABC ټلوېزيون سره په خپله ځانګړې مرکه کې وويل، موږ د دې لپاره په افغانستان کې يو چې دغه ماموريت وګټو، ځينې شيان شته چې بايد ترسره شي. د امنيتي مسووليتونو او بشپړ سياسي انتقال.

جنرال جوزيف ډنفورډ په افغانستان کې د ٢٠١٤م کال د جمهوري رياست انتخابات د افغانستان لپاره فوق العاده پرمختګ وباله.

دنفورډ د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو مسئلې ته هم اشاره کړې ده.

د تېر ميلادي کال په بهير کې په دغسې بريدونو کې لږ تر لږه ٦٢ ائتلافي سرتېري وژل شوي دي.

خو د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان په خپله مرکه کې ويلي، دوى د افغان ځواکونو روزنه او استخباراتي ظرفيت زيات کړى، په دې احتياطي پلان کې وسلوال کسان هم شامل دي چې له افغان همکارانو سره د ائتلافي او امريکايي چارواکو په غونډو کې حاضر وي.

د امريکا له ABC ټلويزيون سره په خپله مرکه کې جنرال جوزيف ډنفورډ راروان ميلادي کال له افغانستان د امريکا د جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي وضعيت په اړه محتاطانه خوشبيني څرګنده کړه، ويې ويل:

افغان امنيتي ځواکونو له وړاندې د خپل هېواد په ساتنه کې مخکښ رول اخيستى او په ټولو هغو معيارونو برابر دي چې د اوباما ادارې ورته ټاکلي وو.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان د افغانانو برياليتوب لپاره د امريکا او نړيوالې ټولنې تعهد اړين وباله چې دوى له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

خو ده اندېښنه څرګنده کړه چې پر امريکايانو او نړيوال ملاتړ د افغانانو بې باوري به د سخت دريځو لپاره تر ټولو لويه وسله وي.

جنرال دنفورډ وويل امريکا اټکل نه کوي چې راروان کال به په افغانستان کې تاوتريخوالى کم شي، خو هدف دا دى داسې يو افغانستان تر شا پرېښودل شي، چې سوله ييز وي او د سلا مشورې په برخه کې يې ملاتړ ته ادامه ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG