د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ


افغان حکومت د پاکستاني چارواکو هغه وروستۍ ادعا رد کړې ده چې ګواکې پرون له افغانستانه د توپونو درې توغندي ور ويشتل شوي دي.


د پاکستان د ایکسپرس ټربيون ورځپاڼې د یوه خبر تر مخې، دا مرمۍ د شمالي وزيرستان پر دادوم کلي لګېدلي دي او څه ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د افغان حکومت د رسنيو مرکز وياند صفت الله صحاف ساپي بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل افغانستان هیڅ کله پوځي لار نه خپلوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغان چارواکي وايي د تېرې اوونۍ په بهير کې يوازې د کونړ پر سرحدي ولسواليو د پاکستان له لوري شاو خوا ۵۰ توغندي لګېدلي دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG