پېښور - د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته ځانمرګی برید شوی دی چې په نتیجه کې یې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۱۰ کسان زخمیان دي.
د پېښور صدر غربي تاڼې مشر د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل دا برید د پېښور په صدر کې د ملېشې ځواکونو پر پوسته تر سره شوی.
تر پیښې وروسته صدر ته تلونکې لارې وتړل شوې.
د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون مشر ډاکټر ارشد جاوېد مشال راډیو ته ویلي، تر اوسه ۱۰ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې د دوو طبي وضع د اندېښنې وړ ده.
له پېښور ښار سره نیږدې په قبایلي سیمو کې د وسله والو هلې ځلې دوام لري چې په نتیجه کې يې په پېښور ښار کې د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوې دي.
د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان د نننۍ حملې پړه په غاړه اخیستې ده.
په دې پېښه کې د ملېشې مشر عبدالمجید مروت هم ژوبل شوی دی.
په سیمه کې د خیریه ادارې الخدمت فاونډېشن یوه کار کوونکي محمد بلال وویل، ښکار شوي کسان په پوځي اېمبولینسونو کې روغتون ته ورسول شول.