د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ژر وتل ګټه نه لري




په امریکايي نیشنل انټرسټ مجله کې له افغانستانه د پوځیانو وتلو په اړه د امریکايي ولسمشر باراک اوباما سټراټیژۍ په اړه لیکنه خپره شوې ده. په مقاله کې راغلي اوباما غواړي له افغانستانه خپل پوځیان ژر تر ژره وباسي خو د هغه ناقدان وايي، دا سمه طریقه نه ده.


نیشنل انټرسټ مجله لیکي، په امریکا کې په دې اړه بحث روان دی چې له افغانستانه باید څومره پوځیان و ایستل شي او دا کار باید کله وشي؟

امریکايي ولسمشر باراک اوباما د روایتي پوځي بري لږ امېد لري. دی غواړي ژر تر ژره باید له افغانستانه خپل سرتېري وباسي. ځکه چې دی غواړي په ارامه یې پوځیان ووځي او جدي تاوان ورته و نه رسېږي.

په مقاله کې راغلي، د اوباما د تګلارې ناقدان بیا دې عمل ته د پوځ د تسلیمېدو یا ماتې په سترګه ګوري. دوی وايي، که ولسمشر لږ زغم او تحمل ولري نو دا جګړه ګټل کېدای شي.

مقاله وايي، دې ټول بحث ته په کتو اوباما په سیاسي او د پالیسۍ منطق له پلوه سم ښکاري خو ستونزه دا ده چې نوموړي تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چې په څه ډول به خپل پوځیان وباسي؟

د امریکا یوه محافظه کاره شنونکي ګیري شمېټ په دې وروستیو کې په خپله یوه لیکنه کې لیکلي: ((په لنډه توګه که وویل شي د یاغیتوب سرطان یا کینسر په ورکېدو وو خو سپینه ماڼۍ په غیر عاقلانه ډول د دې درملنه یا علاج ودرول غواړي.))

مانا دا چې سختدریځۍ ماته خوړله خو امریکا اوس د پوځیانو له ایستو سره د دې عمل مخه نیسي.

خو نیشنل انټرسټ مجله لیکي چې که مقصد دا وي چې طالبان مات کړل شي نو دا خبره باید په ذهن کې وي چې طالبان د افغانستان د خاورې او ټولنې برخه دي او له دوی سره جګړه کول پای نه لري.

په مقاله کې راغلي، همدا لامل دی چې له افغانستانه د پوځیانو وتلو سټراټیژي ضروري ده.

مقاله لیکي، د بحث یوه بله برخه دا ده چې پوښتنه کېږي چې په افغانستان کې به څومره امریکايي سرتېري پاته کېږي او تر کوم وخته به هلته وي.

اوباما وايي، لږ سرتېري په هلته، د لنډې مودې له پاره ساتي. خو د هغه ناقدان وايي چې داسې باید نه وي. باید ډېر پوځیان تر اوږدې مودې په هغه هیواد کې پاتې شي.

مقاله زیاتوي، دا بحث له لویو سټراټیژیکو پوښتنو سره په پرتله ډېره مانا نه لري ځکه چې اصلي پوښتنه دا ده چې د سختدریځۍ ګواښ څومره لوی دی او افغانستان به په خپله د دې پر وړاندې څه وکړای شي؟
XS
SM
MD
LG