د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان نیشنل پارټۍ په ټاکنو کې برخه اخلي


د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل
د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل



د نهې یا سېشنبې په ماښام په کراچۍ کې د بلوچستان نېشنل پارټۍ مینګل ډلې د چارواکو د غونډې وروسته د یاد ګوند مشر اخترمینګل په راتلونکو ټولټاکنو کې د برخې اخیستو اعلان وکړ.


رسنیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، د دوي ګوند د بلوچستان د خلکو تحفظات په پام کې ساتلو سره په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي .

((بلوچستان نیشنل پارټۍ به په راتلونکو ټاکنو کې پوره پوره برخه اخلي .د ټاکنو د کمیشن چارواکو سره زموږ د ګوند درې کسیزې ډلې ملاقات کړی دی او زموږ خلکو ته ورپېښې ستونزې یې ورته نه یوازې زباني بیان کړي دي بلکې هغوي ته یې په لیکلې بڼه هم وړاندې کړی دی ))

هغه وویل د ټاکنیز اتحاد په اړه یې تراوسه د کومې ډلې سره خبرې نه دي شوي ، خو د اختر مینګل په مشرۍ کې به پنځه کسیزه ډله د بیلا بیلوسیاسي ګوندونو له مشرانو سره ملاقاتونه کوي او د ټاکنیز اتحاد په اړه به ورسره خبرې کوي.

شنونکي وایي په داسې حال کې چې په بلوچستان صوبه کې امنیتي حالات د اندیښنې وړ دي ،په داسې حالاتو کې د بلوچستان نیشنل ګوند یاده پریکړه ډېر اهمیت لري . د سیاسي چارو کارپوه قیصر محمود په دې اړه وایي:

((دی وایي دا د خوښۍ خبره ده چې د بلوچستان یو اهم ګوند او یو اهم رهنما په ټاکنو کې د برخې اخیستو اعلان وکړو. ددې نه هیله کیدلی شي چې په بلوچستان کې د بدامنۍ پېښې کمې شي . اوس دا د حکومت کار دی چې دوي دې سیاسي خلکو ته په بلوچستان کې د خپل کار کولو په برخه کې څنګه موقع او څومره خپلواکي ورکوي))

د هغه په خبره اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې په بلوچستان کې د زور پر ځای سیاسي قوتونو ته موقع په لاس ورکړل شي ، او د بلوچستان شخړې د خبرو اترو له لارې پای ته ورسول شي.

یاده دې وي د بي این پي اختر مېنګل ډلې د ۲۰۰۸م کال په ټاکنو کې برخه نه وه اخیستې ، د دغه ګوند دریځ و چې د هغه وخت د پوځي ولسمشر پرویز مشرف په شتون کې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

ددې ترڅنګ نوموړی د پرویز مشرف د واکمنۍ په مهال زندان ته هم لیږدول شوی و. اختر مینګل د ۴ کالو په خپله خوښه د جلاوطنۍ وروسته د ګل یا دوشبې په ورځ پاکستان ته ستون شوی دی.
XS
SM
MD
LG