د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنګ ځپلی افغانستان د معدنیاتو پر خزانو پروت دی



د افغان پلازمېنې کابل په شمال کې له یوه کلي سره نېږدې بهرنیو او افغاني پوهانو د ژمي په یخ کې خیمې لګولې دي او هلته معدني زېرمې لټوي. د دې کلي د کورونو دېوالونه د نورو افغاني کورونو په څېر له خټو جوړ دي.


لاس اېنجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، شا و خوا وسله وال ساتونکي پېره کوي او د دې پوهانو ساتنه کوي. دې پوهانو په هغه کلي کې درې میاشتې ځمکه کیندله او شا و خوا له خپلو رمو سره روانو شپنو به ورته کتل!!

په دوی کې یوه امریکايي ځمکپوه او معدن پوه رابرټ مېلر ورځپاڼې ته ویلي، دوی چې کله ځمکه کیندله نو شا و خوا هر ځای یې د میسو یا تانبې کان پیدا کاوه.

دی وايي، ((دا ډېره هڅوونکې ده)).

څېړنې ښيي چې بې وزلۍ، غربت او جنګ ځپلی افغانستان د معدنیاتو پر خزانو پروت دی چې بییه یې ښايي ۱۰۰۰ میلیارده یا اربه امریکايي ډالره وي. خو افغان چارواکي وايي، دا اټکل کم دی، دوی وايي د دې ځمکلاندې زېرمو بیه تر ۳۰۰۰ اربه امریکايي ډالرو ده.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د تېلو، ګیس، مسو یا تانبې، اوسپنې، سرو زرو او لېتیمو زېرمې دي چې تر اوسه نه دي را ایستل شوي او په دې هیواد کې ډېرو خلکو ته د کار موقعې برابرولای شي او افغانستان ته ډېرې پیسې ګټلای شي.

خو د صنعتي او معدني چارو پوهان وايي چې ښايي دا کار کالونه وخت واخلي چې معدنیات را و ایستل شي ځکه چې لومړی باید په افغانستان کې د برېښنا جوړولو پلانټونه ولګول شي، باید د اور ګاډي پاټلۍ جوړې شي او همدا راز انفراسټرکچر یا زېر بېنا جوړه شي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په جنوب او ختیځ کې هم د معدنیاتو زېرمې دي خو هلته امنیتي وضع خرابه ده او جګړه روانه ده.

افغانستان هڅه کړې وه چې دا معدنیات را وباسي خو د امنیتي حالاتو او اداري فساد له کبله دا کار و نه شو.

تر دې وروسته بیا په ۲۰۰۸ز کال کې چینايي شرکتونو یا کمپنیو ته اجازه ورکړل شوه چې په لوګر ولایت کې د مسو یا تانبې کانونه استخراج کړي. خو په هغه ځای کې د بودا مذهب د وخت اثار پیدا شول. لرغون پوهانو ته د تېر کال تر پایه وخت ورکړل شوی وو چې څومره اثار چې محفوظولای شي هغه دې محفوظ کړي.

ورځپاڼه لیکي، د معدنیاتو وزیر وحید الله شهراني وايي، اوس هم د معدنیاتو را ایستو اجازه نه شي ورکولای ځکه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید ورته اجازه ورکړي چې دوی اثار محفوظه کړي دي او اوس دوی کولای شي چې معدنیات را وباسي.

چینايي شرکتونه یا کمپنۍ وايي یوه بله ستونزه دا ده چې د استخراج له سیمې باید د یو څو کلیو خلک بل ځای ته انتقال کړل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د معدنیاتو را ایستلو په لار کې یو بل خنډ نا امني ده. په سیمه کې خپاره ماینونه باید پاک کړل شي او تېر کال ۱۵۰ چینايي کار کوونکو د کانونو سیمه ځکه پرېښوده چې ورباندې د راکټونو حمله وشوه.
XS
SM
MD
LG