د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: اې اېن پي او پښتونخوا مېپ امېداواران ونومول



کراچۍ : د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي په راتلونکو ټولټاکنو کې د برخه اخیستنې په موخه یې د سیند صوبې او په تیره بیا د کراچۍ څخه د خپلو ګوند امیدواران نومولي دي، د شورو یا چهارشنبې په ماښام په مردان هاوس کراچۍ کې د یاد ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د سیند صوبایي اسمبلۍ ته یې ۳۴ او قامي اسمبلۍ ته یې ۱۵ کسان د کراچۍ په ګډون د صوبې له بیلابیلو برخو څخه نومولي دي .


سنیټر شاهي سید وویل دوي خپل امیدواران دصوبې د هغو حلقو لپاره نومولي دي، چرته چې په ګڼ شمیر پښتانه او یا هم د دوی د ګوند غړي اباد دي .

د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر زیاته کړه د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې د دوی د ګوند لخوا په کراچۍ کې دوه امیدواران نومول شوي و او دواړه کامیاب شوي ول، هغه وویل د ټاکنو لپاره یې کمپاین شورو کړی دی ، خو دا ځل یې ټاکنیز کمپاین د تیرو کلنو په شان نه دی.

((موږ او زموږ پارټۍ ته د طالبانو لخوا دړکې او دمکیانې راکول کیږي، موږ خپلو ورکرانو ته هدایات وکړل چې خپل انتخاباتي کمپاین دې د وړو وړو غونډو په شکل کې د کمپاونډ دننه وکړي ـ د غټو جلسو کولو پروګرام فی الحال موږ نه لرو. د خدای په فضل زموږ تنظیم د صوبې او ضلعو او وارډونو په سطحه شته دی موږ به کوشش کوو چې غټ پروګرامونه ونه کړو ځکه چې په هغه کې موږ خطر محسوسوو))

سنیټر شاهي سید وویل د ایم کیو ایم نه علاوه بل هر ګوند سره ټاکنیز اتحاد لپاره تیار دي او په دې اړه یې د ځېنې ګوندونو سره تماس هم نیولی دی.

((د ایم کیو ایم سره ځکه اتحاد نه کول غواړو چې له هغوی څخه زموږ د ۱۲ مې د خونړۍ پېښې په اړه تحفظات دي ، ترڅو پورې چې دغه مسلې هوارې شوي نه وي ، زموږ د ایم کیو ایم سره اتحاد ناممکن دی ، نورو ټولو پارټیو سره موږ اتحاد کولو ته تیار یو))

بلخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په سیند صوبه کې په ټاکنو کې د برخه اخیستنې په موخه د خپل ګوند د امیدوارانو نومونه اعلان کړي دي. د یاد ګوند له صوبایي سیکریټریټ څخه په جاري کړل شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د دوی ګوند د قامی اسمبلۍ لپاره ۹ او د سیند اسمبلۍ لپاره د ۱۷ کسان نومولي دي.

یاده دې وي په پاکستان کې په کال ۲۰۰۸ کې په ترسره شویو ټاکنو کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند برخه نه وه اخیستې.

ددغې ګوند دریځ و چې د هغه وخت د فوجي ولسمشر پرویز مشرف په شتون کې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.
XS
SM
MD
LG