د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ماشومانو ته د جنس او زوکړې پوهاوی ضروري دی"



نیازموساخېل،کوټه

د پاکستان یوې غیر سرکاري ادارې د بلوچستان ۲ ضلعو په ګډون د هېواد په ۹ ضلعو کې ماشومانو ته په سکولونو کې د جنس او زوکړې په اړه د معلومات ورکولو یو کپمېن پېل کړی دی.


د شخصي موسسې ٫٫حیات لایف لاېن٬٬ یو مشر او پروجېکټ مېنېجر انوارالحق تبسم مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې دوی د ملک نورو صوبو په څېر د بلوچستان ۲ ضلعو، پشین او کوټه کې خپل کمپېن چلوي.

٫٫موږ یو درسي نصاب ترتیبوو او په هغه کې د ماشومانو د صحت سره تړلې ستونزو او ضروریاتو په اړه به هغوی ته پوهنه او زدکړه ورکړل شي. اوس هغه نصاب د برابرېدو په حال کې دی. د دې مقصد لپاره موږ د ټولو څلورو صوبو د تعلیم محکمې لوړ رتبه چارواکیو سره په تماس کې یو، چې تر څو هغوی موږ په دغ کار کې شریک کړو او دوی ته هم موقع ورکړو چې د دې نصاب په جوړولو کې خپل رول ولوبوي٬٬

انوارلحق تبسم زیاتوي،په ملک کې ماشومانو ته د جنس او زوکړې په اړه معلومات ورکول د نن سبا ضرورت دی او دا به یو شمېر ګټې را مېنځ ته کړي

٫٫د دغه زدکړې له برکته به هغه ماشومان، چې د بلوغت په حال کې وي، هغوی به د خپل بدن سره تړلي بدلونونو سره بلد شي او د خپلو جذباتو او نفسیاتو په اړه به پوهه شي. نو دا ټولې ګټورې خبرې دي. دغه ماشومان به په راتلونکې کې ودونه کوي او میندې او پلرونه به جوړېږي. که دوی دا قیسمه معلومات ولري، نو دوی به د راتلونکې ذمه واره وګړي او غوره میندې او پلرونه ثابت شي٬٬

د شخصي موسیسې مشر مخته وایي چې د هېواد ګڼو دیني عالمانو د دوی د کار او هڅو په اړه ویلي چې اسلامي حدودو کې دننه داسې څه کول غلط نه دي.

٫٫موږ د پاکستان شاوخوا ۶۰ (شپېته) دیني عالمانو نظر اخیستلو لپاره له هغوی سره کښېنستي یو. دا علما بېلابېلو فرقو او مسلکونو سره اړه لري. دوی ته موږ خواست کړی چې د قرآن و سُنت په رڼا کې خپل نظر راکړي، تر څو خلک په دغه لړ کې پوه کړل شي او د دوس په ذهنونو کې که کوم شکوک او شبهات وي، هغه لیرې کړل شي٬٬

د حیات لایف لاین نومې شخصي ادارې مشر هیله من دی چې د دوی له اړخه ترتیب شوي نصابي معلومات به د هېواد صوبایي حکومتونه منظور کړي او د ماشومانو لپاره په درسي کتابونو کې به یې واچوو.
XS
SM
MD
LG