د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرله پسې ګرځبندیز د وزیرستانیانو ژوند تریخ کړی



عمردراز وزیر مشال رېډېو

د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیې چارواکې وايي، د شنبې په ماښام ایشا امنیتي پوسته باندي ځانمرګي برېد نه پس لګول شوی ګرځبندیز یا کرفیو نن د نهې پر ورځ هم دوام لاره او شمالي وزیرستان ته تلونکې او وتونکې ټولې لارې تړل شوېدي، د سېمي خلک وايي، د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او تر کورونو محدوده دي.


دوی وايي، نه شي کولای چې نارغان روغتونونو ته یوسي او په کورونو کی يې خوراکې توکي ختم شوي دي.

د سیمې اوسېدونکی ملک اکرام الله وايي، ټول وزیرستان بند دی او په کورونو کې يې چې څه ول ختم شول او اوس د یو بل نه په قرض د خوراک څېزونه اخلي.

دی وایي، ناروغان يې په کورونو کې پراته دي او د کرفېو په دوران کې هم امنیتي سرتېرو چې کوم خلک ژوبل کړي دي روغتون ته يې نه شي لېږدولای.

اسدالله چې له درو ورځو په بنو کې اېسار دۍ مشال رېډېو ته وویل ډېری خلک په بنو کې اېسار شوي دي او داسې خلک هم دي چې د ورځې په مخ راغلي او اوس ورسره د خرڅ پېسي هم ختم شوې دي، دی وايي ډله ډله خلک د ګرځبندیز یا کرفېو له وجې اېسار دي او خپلو سېمو ته د ستنېدو په انتظار دي.

په سیمه کې د نهم او لسم ټولګي بورډ امتحانات هم راوان دي او زدکونکي وايي د کرفېو له لاسه يې امتحاني پرچې ضائع کېږي.

یاسین خان وايي پرچې نه شي ورکولای او د ټول کال خواري يې اوبه وړې ده.

دولتي چارواکي هم دومره وايي د شنبې په ماښام ایشا پوسته باندې ځانمرګي برید نه پس دغه کرفېو لګول شوې چې د امنېت په خاطر به تر نامعلومه نېټې پورې دوام ولري

د سیمې خلک وایي، که یو اړخ ته له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی نو بل طرف ته له سیمې هره ورځ د لاکونو کاروبار په ټپه ولاړ دی. دوی غوښتنې لري چې روان ګرځبندیز یا کرفیو دې نرمه کړل شي چې دوی خپل ضرورتونه پوره کړای شي.
XS
SM
MD
LG