د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشعل سکول خوارانو ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- يو غير سرکارې ادارې مشعل ټرسټ د کارکونکو ماشومانو لپاره د مشعل ماډل سکول په نوم د اسلام اباد په بري امام سيمه کې يو سکول پرانستی دۍ چې پکې دا وخت د ملک د مختلفه برخو پشمول له افغانستان سره تعلق لرونکې يو شمير ماشومان هم زده کړې کوي.


د مشعل ټرسټ مشرې مشال راډيو ته وويل چې پنځه کاله مخکې دوی دا سکول د هغه ماشومانو لپاره پرانستی وو چې د بري امام په بازار کې به يې کار کولو او يا به خوشې ګرځيدل.

د نوموړې د وينا سره سم چې دا وخت په سکول کې څلور سوه يو شپيته (٤٦١) ماشومان تعليم ترلاسه کوي.

((تقريبا پنځه کاله مخکې چې کوم خودکش بريدونه او بمې چاؤدنې کيدلې نو په داسي حال کې دې ماشومانو ته د تعليم او د پوهې ضرورت وو. نو چې کله دې علاقې نه تېرېدم نو دا خيال راغلو چې د دوی لپاره یو سکول جوړ شي چې دوی هم تعليم ترلاسه کړي، د هر عمر ماشوم په دې کې تعليم حاصلوي او د دې لپاره امداد د شتمنو خلکو نه راځي))

د افغانستان يو زده کونکی شريف وايي، چې د غريبۍ له امله دوی تعليم نه شو ترلاسه کوالای او مزدوري به يې کوله.

(( په بري امام کې به ما خواږه او ګلونه خرڅول، زما به سکول ته د تلو ډير شوق وو، او د سکول ماشومان به مې چې وليدل نو الله ته به مې دا سوال کولو چې ماته هم داسي څه موقع ترلاسه شي چې سکول ته لاړ شم او تعليم حاصل کړمه، او بس هاغه سوال قبول شو، اوس په هر څه پوهيږمه. دا وخت تعليم سره د کمپيوټر ذده کړې هم ترلاسه کوم او ورسره د اتوار په ورځ خپله مزدوري هم کوم چې د مور او پلار مرسته وکړمه))

د شريف د مور وينا ده چې هغه خوشاله ده او ويړيا تعليم اوس د دې زوی جوګه کړو چې څه زده کړې ترلاسه کړي.

،، په بري امام کې به يې مزدورې کوله ، سکول ښه دې ، سکول اينده لري، غريبي تل موږ سره ده ، د غريبې نه خلاصيږو نه، نو دا سکول چې په ويم نو دغې ته ډيره خوشاله يمه،،
د مشعل ماډل سکول استاذه عنبر وايې چې هغه په کارکونکو ماشومانو کې د نورو ماشومانو په نسبت زيات صلاحيتونه ويني.

((دوی زده کړه زر کوي، چې څۀ سوال ترې وکړل شي نو سمدستي ځواب راکړي. لکه که موږ په يو نوى موضوع خبرې کوو نو موږ توقع نه ساتو چې د نورو ماشومانو په شان به دوي ځواب راکړې خو ددې سمدستي ځواب موږ حيرانه کړي))

د يادې ادارې مشرې زيبا حسين په وينا چې د دوی سکول د شخصي سکولونو منظمولو ادارې (پرایوېټ انسټي ټيوشن ريګوليرټي اتهارټي) سره تړلی دی او دوی نه صرف له حکومته کتابونه اخلي بلکې حکومت ورسره په دې سلسله کې مرسته او کمک هم کوي.
XS
SM
MD
LG