د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپکتیکا ولایت ښوونکي ښوونځیو ته نه ځي



نجیب الله الوخیل
په پکتیکا ولایت کې یو شمیر ښوونکي شکایت کوي ،چې له شپږو میاشتو راهیسې يې خپل معاشونه نه دي اخیستي ،دوی وايي نوی ښوونیز کال پیل شوی خو دیادې ستونزې له کبله په ښرنه کې ښوونځي تړلي پاتې شوی دي.


د پکتیکا ولایت ښوونکي ګواښ کوي تر څو چې د دوی د معاشونو ستونزه هواره نه شي دوی به ښوونځیو ته نه ورځي بل لوري ته نوموړي ښوونکي د پوهنې رئیس کم عمره او بې تجربې شخص بولي او زیاتوي،چې هغه د معارف د پرمخ بیولو وړتیا نه لري او له ښوونکیو سره بد چلند کوي.

د پکتیکا ولایت یو شمیر ښوونکيو او مدیرانو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ،چې دنوي ښوونیز کال دپیل له ورځې ښوونځیو ته نه دي ورغلي او دوی به تر هغې سکولونو ته نه ورځي تر څو چې د دوی دشپږو میاشتو پاتې شوي معاشونه نه وي ورکړل شوي.

دوی وايي ،چې دتیر کال د اضافه کارۍ پیسې يې پاتې دي او بل لوري ته دوی د نوموړي ولایت دپوهنې رئیس عطامحمد قانع یو داسې شخص بولي ،چې کاري وړتیا نلري ،کم عمره او بې تجربې دی او دپوهنې ریاست له کارکونکیو او ښوونکیو سره يې چلند ناسم دی.

عبدالحمید دیزداد دعالي لیسې مدیروايي ،چې د اضافه کارۍ د پوره کال او د شپږو میاشتونو معاشونه يې پاتې دی او دوی به دخپلو حقونو د اجراء او پکتیکا ولایت لپاره درئیس په توګه دیو اهل شخص تر ګمارنې پورې ښوونځیو ته د تدریس لپاره نه ورځي

دی موږ په پکتیکا کې داهل رئیس غوښتنه کړی ده ،ترڅو داسې سړی پکتیکا ته راشي ،چې هغه باکیفایته سړی وي ښه شخصیت ولري او علمي سړی وي،ټول په دې متفق دي چې دا مکاتب باید تر هغو بند وي تر څو چې پکتیکا ته اهل رئیس نه وي راغلی او د معلیمنو حقوق نه وي اجراء شوي.



((اسد الله ،چې دسید جلال بخاري دلیسې دښوونکو په استازیتوب خبرې کولې وویل ،چې دوی غوښتنه لري ،ترڅو په نوي کال کې يې معاشونه پر خپل وخت اجراء شي او پاتې معاشونه يې ورکړل شي))

موږ ته د 6میاشتې معاش نه دی راکړل شوی له همدې کبله مو د ښوونځي دروازه تړل شوی ده ،زموږ د ښوونکیو تصمیم دادی تر څو چې معاشونه رانکړل شي ،تر هغې به درسونو ته نه حاضریږو.

زموږ غوښتنه داده ،چې باید د معلیمنو معاشونه اجراء شي او په نوي کال کې باید ښوونکیو ته معاشونه په خپل وخت ورکړل شي.

((الله نور،چې د ښرنې دیوې مرکزي لیسې ښوونکی دی نوموړی هم دښوونکیو اعتراض له همدې کبه بولي ،چې دا شپږ میاشتې معاشونه يې نه دي اخیستي))

دپکتیکا ولایت دپوهنې رئیس عطامحمد قانع دښوونکیو دمعاشونو په اړه وايي ،چې په حکومت کې دچا معاش حق او امتیاز نه ورکیږي ، داستونزه هوارۍ لري ،خو ښوونکي باید ښوونځیو ته حاضر شي.

معاش ،امتیاز او دولتي حقوق نه له منځه ځي نه ورکیږي او نه امکان لري ،چې حیف ومیل شي،دا یو دولتي پروسیجر دی کچیرې ستونزې او مشکلات په کې رامنځته کیږي نو طبعي خبرده ،چې حل لارې لري ،موږ ټول معارف مکلفیت او مسوولیت لرو چې خبله دنده په رښتیني ډول او اصولي بڼه ادا کړو او خپلو ښوونځیو ته ولاړ شو.

بل لوري ته دپکتیکا ولایت چارواکي دښوونکیو یاده ستونزه پرځای بولي او وايي ،چې دوی سره دا ستونزې په دې وروستۍ یوه نیمه اونۍ کې شریکه شوې او که چیرې له مخکې دوی ته دا مسلې رسیدلي وای ،نو دا مشکل به نه جوړیدل.

دپکتیکا دوالي ویاند مخلص افغان په دې اړه وویل ولایتي ادارې دیادې ستونزې دهواري لپاره جدي هلې ځلې پیل کړي او دوی تمه لري ،چې ډیر ژر به دې ستونزې ته اساسي حل لاره پیدا کړي.

معارف دولایتي ادارې په کاري لومړیتوبونو کې ده او په خپل ټول توان به ښوونکیو لپاره د ممکنه اسانتیاوو دبرابرولو لپاره تلاش کوي.

دیادونې وړ ده دپکتیکا ولایت ښوونکي داسې مهال دخپلو حقونو تر اعادې ښوونځیو ته له ورتګ ډډه کوي ،چې دتېرې شنبې په ورځ د هیواد په سړو سیمو کې نوی ۱۳۹۲یم ښوونیز کال پیل شو.
XS
SM
MD
LG