د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ولس د پاکستان آیین کې هېڅ ونډه نه لري


مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- د روان کال د مې مياشتي په یولسمه نیټه به د ټول پاکستان په څېر په قبايلي سيمو کې هم پارليماني ټولټاکنې کيږي. د پارليماني ټاکنو مقصد او مرام، جمهوري اقدار پياوړي کول او د پارليماني غړيو لخوا د خپل ولس لپاره نور قوانین جوړول او عملي کول دي.


خو د قبايلي سيمو ولس چې کوم پارليماني غړي منتخبوي، هغوی د خپل ولس او خپلو سيمو لپاره قانون سازي نه شي کولای.

د خيبر قبايلي سيمې د پارليمان پخوانی غړی حميدالله جان دا مني چې دوی قانون سازي نه شي کولای خو زياتوي چې په قبايلي سيمو کې د ترقياتي کارونو لپاره په پارليمان کې د دوی موجودګي ډېره ضروري ده.

(( دا خبره صحیح ده چې موږ د خپلو سيمو لپاره قانون سازي نه شو کولای خو د دې مقصد دا نه دی چې زموږ موجودیت په پارليمان کې هډو څه معنی نه لري، موږ پارليمان کې د تر قياتي کارونو به اړه اواز اوچتوو او د خپلو خلکو د رسم رواج د خوندي ساتلو هڅه کوو))

په قبايلي سيمو کې د تر قياتی کارونو ذمه واره اداره فاټا سیکرېټرېټ دی او هغوی ته د ترقیاتی کارونو لپاره مالي پانګه د کلنۍ بوديجې له لارې ورکول کېږي ، خو په باړه کې مي د اپريدو قبيلي يو مشر بازار ګل اپريدي نه وپوښتل چې کله تاسو يو غړی ته ووټ ورکوۍ نو کومې خبرې په پام کې ساتۍو دی وايي:

(( موږه ووټ زیاتره د قبيلی او قام په بنياد ورکوو او څه ۵۰ فيصده رول په کې ذاتي ګټې هم لوبوي، نو چې کوم یو غړی زموږ ذاتي کارونه کولای شي او یا د هغې د کولو وعده وکړي موږ هغه ته ووټ ورکوو))

په پاکستان کي د آ يين له مخې هر پينځه کاله پس ټول ټاکني کيدل او په دې کې برخه اخستل ايیني ضرورت دي، او په دغه هيواد کي د جمهوريت د پياوړتيا لپاره په ميلينونو ولس د خپل ووټ په ذريعه دغه آيیني ضرورت پوره کوي ، دغه ايیني ضرورت پوره کولو کې د قبايلي سيمو ولس هم خپله برخه رایې اچوي، خو هم دغه آيين بيا دوی ته هغه حقونه نه ورکوي چې کوم حقونه د پاکستان نورو په کروړونو خلکو ته حاصل دي، د فاټا د اصلاحاتي کميتي پخواني مشر او د پیښور های کورټ پخوانی قاضي ميا محمد اجمل په دی اړه وايي:

((دا خبره بلکل صحيح ده چې هغوی لکه د نور باکستان په ځېر دغه بهير کې برخه اخلي او سینټ او قامي اسمبلۍ ته خپل غړي لېږي خو هم دغه ايين بيا د دوی د سيمو لپاره د قانون سازي اختيار د ۲۴۷ مې مادی له مخې يو کس یعنی ولسمشر ته ورکړي دي ، خو تر ټولو ړومبې به د قبايلي سيمو د حیثیت فيصله کېږی چې ایا دوی فاټا کونسل جوړول غواړي ، که ځانګړې صوبه غواړي او يا خيبر پښتونخوا صوبې سره ګډېدل غواړي ))

ميا محمد اجمل وايي چې آيین او قوانين انسانانو جوړ کړي دي او هم انسانان په کي کمی زياتی کولای شي، خو د ده په خبره د قبایلي ولس ۹ میلينو خلکو ته پکار ده چې د خپلو حقونو لپاره په مجموعي توګه اواز اوچت کړي.
XS
SM
MD
LG